امریکا وایي لا هم په افغانستان کې د ګواښونو پر وړاندې د اقدام وړتیا لري.
د امریکا د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال ریچارډ کلارک په یوه تازه مرکه کې ویلي دوی لا هم ددې وړتیا لري چې په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې اقدام وکړي.
هغه ویلي دوی له طا لبانو سره ګډ کار نه کوي او نه هم ددې کار لپاره زړه ښه کوي، خو که په افغانستان احتمالي خطر رامنځ ته شي نو امریکا یې پر وړاندې اقدام کولی شي.
دغه امریکايي چارواکي ویلي چې دوی لا هم له افغانستان اطلاعات ټولولی شي او ددې وړتیا لري چې ترهګرې ډلې وڅاري.
تر دې وړاندې هم امریکا ویلي وو چې په افغانستان کې د خطرونو پر وړاندې د غبرګون وړتیا لري او سرتېري یې په سیمه کې دي، چې هر څه له نږدې څاري.
په ورته وخت کې د امریکا کانګریس په افغانستان کې د امریکا د ماتې او د افغان حکومت د سقوط د هر اړخیزې پلټنې امر کړی دی.
د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس یو پلاوی ګومارلی چې په هر اړخیزه توګه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې بیا د کابل تر سقوط پورې د امریکا ټولې تېروتنې و ارزوي او په دې موده کې د څلورو امریکايي ولسمشرانو د ماموریتونو څرنګوالی هم ثابت کړي.
کانګریس دغه راز ویلي له ټولو اطلاعاتي، استخباراتي او نظامي اداراتو دې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشي او ټول اطلاعات دې و ارزول شي چې چا د افغانستان په اړه څه ډول مشوره ورکړې ده.
کانګریس همدا راز ویلي ټول هغه اشخاص او امریکايي مقامات باید مشخص شي چې د افغانستان په اړه یې مشورې ورکړې دي او د دوی د پرېکړو او مشورو پایلې باید روښانه کړل شي.
کانګریس سپارښتنه کړې چې دغه پلاوی باید پراخ کړل شي، مشري به یې د کانګریس غړي کوي خو په هغه کې به د امریکا ټولې اړوندې ادارې هر اړخیزه همکاري کوي.
دا لومړی ځل دی چې د امریکا کانګریس د افغانستان د شل کلن وضعیت، امریکايي ماموریت، کابل د سقوط، پایلو او ښکېلو اشخاصو په اړه د پلټنو سپارښتنه کوي.