امریکايي وګړي: د بېوزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخلو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د سپټمبر د پېښې قربانیانو کورنۍ وایي افغانان پخپله د ترهګرۍ قرباني دي.

ددغه کورنیو ځینو استازو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان پر خلکو مستقیمه ادعا نه لري؛ نو د بايډن حکومت ته په کار نه ده چې د ملکي افغانانو په شتمنیو کې تصرف وکړي.

دوی وایي افغانستان په خپله په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ قرباني دی او ددې جدي اړتیا ده چې له دوی سره مرستې وشي.

د قربانیانو کورنۍ نیوکه کوي، چې د پېښې اصلي مسوولین چې عربان دي امریکایي حکومت ورسره دوستانه اړیکې پالي، خو برعکس د بېوزله افغانانو پر وړاندې بیا داسې غیر عادلانه اقدام کوي او شتمنۍ یې وېشي.

بلخوا تر دې دمه لا امریکايي محکمې د بایډن د هغه فرمان په اړه پرېکړه نه ده کړې چې د افغانانو اووه میلیارده ډالر شتمني یې په دوو برخو ووېشله.

د بایډن دا پرېکړه هره ورځ له نوو توندو غبرګونونو سره مخ کېږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي