افغان لوبډلې په یو غشي دوه ښکاره وکړل !

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا سره پای ته ورسیدې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه سیالۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه پیل شوې، چې د لمړۍ لوبې وروسته په دویمه سیالۍ کې هم افغان لوبډلې د زیمبابوې لوبډلې څخه بریا خپله کړه.
په سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ توپ وهنې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د محمد نبي د ۴۵، کریم صادق د ۲۸، اضغر ستانکزي د ۲۷ او نجیب الله ځدران د ۲۴ منډو جوړولو سره زیمبابوې لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ، خو زیمبابوې لوبډله د هدف په لاسته راوړلو کې پاتې رغله او لوبه یې د ۱۷ منډو په توپیر افغان لوبډلې ته وبایلله.
له دې وړاندې په لمړۍ سیالۍ کې هم افغانستان د زیمبابوې لوبډلې ته په ۵ ویکټو سره ماتې ورکړې وه.
په دواړو سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د ښې لوبې په ترسره کولو سره د لوبو غوره لوبغاړی وټاکل شو. نوموړي په لمړۍ سیالۍ کې د ۴۰ ناسوځیدلو منډو ترڅنګ یوه ویکټ او په دویمه سیالۍ کې د ۴۵ منډو جوړلو وروسته هم یوه ویکټ ترلاسه کړه، چې په دواړو لوبو کې یې تر نور لوبغاړو ډیرې ۹۵ منډې جوړې کړې.
27545000 2043113225943265 87192994937832601 n افغان لوبډلې په یو غشي دوه ښکاره وکړل !
په وروستیو دوه لوبو سره افغان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې خلاف د ۷ پرلپسې ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د بریا خپلولو ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ په لیست کې سریلنکا د ۸ مقام څخه ۹ م مقام ته ګوزار کړه.
د زیمبابوې خلاف په دویمې وروستۍ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ کې د بریا په خپلولو افغان لوبډله د ۸۸ امتیازونو په درلودلو سره د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ۸ مقام ته ورسیده.
د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به د واړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د راتلونکې جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، چې د هرې لوبې ګټل د کرکټ نړیوالې شورا د لوبډلو په رینکینګ یا درجه بندۍ کې خورا زیات تاثیر لري.
د نړیوالو لوبغاړو مبارکي؛
هندي ویرات کوهلي او محمد شمي افغانستان ته مبارکي ورکړه !
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ویرات کوهلي او تیز بالر محمد شمي د زیمبابوې خلاف په دوه مسلسل سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا په خپلولو او په نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام ته د رسیدو مبارکې ورکړه.
د کرکټ نړیوالې شورا د ټویټر اکاونټ څخه پرون شپه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بریا او ۸ م مقام خپلولو انځور خپور شوی، چې هندي لوبغاړو محمد شمي

virat shami افغان لوبډلې په یو غشي دوه ښکاره وکړل !
ویرات کولي او محمد شمي

افغان لوبډلې ته مبارکې وویله او د لوبډلې ستاینه یې کړې ده.
هېره دې نه وي، چې له دې وروسته به د واړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ هم د راتلونکې جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، چې د هرې لوبې ګټل د لوبډلو په رینکینګ یا مخکې تګ کې خورا زیات تاثیر لري.