د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ۲۰ اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د افغانستان په بریا، خو د زیمبابوې په ماتې پیل شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ نن ماښام په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه، چې پکې افغان لوبډلې د لمړۍ شل اوریزه سیالۍ پیل په بریا سره وکړ.
په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې د زیمبابوې لخوا د ۱۲۱ منډو ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۵ م اور کې پوره کړ، چې پکې محمد نبي عیسی خیل تر نورو ډیرې ۴۰ او شهزاد محمدي ۲۰ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو محمد نبي عیسی خیل د ۴۰ منډو او یو لوبغاړي په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د کرکټ نړیوالې شورا سره د افغانستان کرکټ بورډ په تیر ۲۰۱۷ مې کال کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، خو د لوبډلو د بوخت مهالویش له مخې افغان لوبډلې تر اوسه نه کومه ټیسټ لوبه ترسره کړې ده او د ایرلینډ پرته یې د هیڅ کومې لوبډلې خلاف د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه کرکټ لوبو په کومه لړۍ کې هم برخه نه وه اخیستې.
د ۲۰۱۸ م کال چې د افغان لوبډلې لپاره تر نورو کلونو خورا زیات اړین ګڼل کیږي، پکې به افغان لوبډله د کرکټ په تاریخ کې خپله لمړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کړي، چې په راتلونکې جون میاشت کې د هندوستان پر وړاندې ترسره کیږي.
خو د ټیسټ سیالیو څخه وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف د ۲ شل اوریزه او ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه نن د دوشنبې په ماښآم په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه.
که څه هم افغان لوبډلې د ۲۰۱۵ کال څخه راپدیخوا د زیمبابوې خلاف بېلابېلې سیالۍ ترسره کړې دي او پکې افغان کرکټ ملي لوبډلې زیمبابوې ته مسلسل ماتې هم ورکړې دي، خو دا سیالۍ له هغې څخه ډیرې ځکه مهمې دي، چې د کرکټ لوبډلو ترمنځ د رینکینګ یا درجه بندۍ کې مخکې تګ ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب اخیستلو ثبوت وړاندې کوي، تر څو دغه غړیتوب ته زیان ونه رسیږي او لا په اوږد مهال بدل شي.
د تیر کال په جون میاشت کې دواړو د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د فول میمبر شیپ یا بشپړ غړیتوب څخه برخمنې شوې، چې دغه موده په موقت ډول د ۳ کلونو لپاره ښودل شوې ده او دواړه کرکټ بورډونه باید د نړیوالې شورا لخوا وړاندې شوي شرایط پوره کړي، تر څو ۳ کلنه موده په اوږ مهال سره بدله شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د روان پیل شوي سیریز دویمه لوبه به سبا ترسره شي، چې پکې افغان لوبډله د سریز ګټلو او زیمبابوې به د لړۍ مساوي کولو کوشش کوي.