
ټاکل شوې چې د هند د مرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه نن افغانستان ته حرکت وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هند او پاکستان هوکړه وکړه چې افغانستان ته د مرسته شوو غنمو لېږد پيل شي.
ټاکل شوې چې نن سه شنبه ددې غنمو لومړنۍ محموله له واګه بندر تېره شي او د افغانستان پر لور حرکت وکړي.
هند شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان کړه خو له هغه مهاله تر دې دمه دغه غنم په واګه بندر کې د پاکستاني حکومت له لوري درول شوي وو او افغانستان ته د لېږد اجازه نه ورکول کېده.
دمګړی پاکستان ددغه غنمو د لېږد اجازه ورکړې ده او ټاکل شوې چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري په افغانستان کې پر اړمنو ووېشل شي.