افغانستان ته د ایران صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

افغانستان ته د ایران صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې ایران په وروستیو کې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه لوړه کړې ده او وروستي معلومات ښايي چې روان کال تر دې دمه دغه هېواد افغانستان ته د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي.

په دغه صادراتو کې خوراکي توکي، تېل، برقي وسایل، ساختماني وسایل او نور شامل دي.

بلخوا د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولینو ویلي چې ایران ته هم د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی او تر دې دمه د اته سووه میلیونو ډالرو په ارزښت توکي ایران ته صادر شوي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې د څه مودې لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري درېدلې وه خو اوس په نورماله توګه مخ ته روانه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست رییس ویلي چې سږکال د تېر کال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

یونس مومند پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې سږکال افغانستان ته د واردېدونکو توکو کچه یو میلیارد ډالرو ته او د صادراتو هغه بیا ۸۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله دېرش سلنه ډېروالی ښیي.

هغه ویلي چې تېر کال بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه ۷۲۲ میلیونه ډالر وه خو سږکال چې لا هم د کال څلور میاشتې پاتې دي دغه کچه ۸۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، له افغانستان څخه بهر ته په صادرېدونکو توکو کې قیمتي ډبرې، وچه او لمده میوه شامل دي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګرۍ برخه کې موجوده خنډونه لرې شوي او سوداګري بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي