اروپايي ټولنه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي

سپینه تجريدي ډیزاین

اروپايي ټولنه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک دفتر پرانیزي.

د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د تعامل او له دغې ډلې سره د محدودو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.

سرچینه وایي چې اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د رسولو او نورو ديپلوماتیکو چارو په موخه خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي.

همدا راز بروکسل غواړي چې په افغانستان کې د تخلیې ماموریت په موخه هم خپلو چارو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

اروپايي ټولنه په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ستر مرستندویه بنسټ بلل شوی دی او ددې احتمال شته چې د دفتر په پرانیستل کېدو سره یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې دې ټول بنسټونه د اقتصادي ماتې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د مالیې وزارت له چارواکو او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې پر بېلو مسایلو او بشري مرستو خبرې شوې دي.

دیبورا لاینز ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او ددې تمه لري چې په دغه هېواد کې د ناورین مخنیوی وکړي.

ددې تر څنګ نوموړې ویلي چې د افغانستان ټول بنسټونه په تېره هغه برخې چې له اقتصادي ودې او پرمختګ سره اړیکه لري باید په پوره جدیت کوښښ وکړي چې له اقتصادي ماتې مخنیوی وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي