اروپايي ټولنې د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه خپل دريځ له دغه ډلې سره شریک کړی دی.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او مل پلاوي به دوحه کې د قطر دفتر له غړو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې خبرو پر چټکتیا، د طالبانو له لوري د جګړو د شدت او بشري حقونو پر نقض خبرې شوې دي.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي او په جګړه کې د ملکي وګړو وژل کېدل او د بشري حقونو نقض ورته د منلو نه دی.
د قطر دفتر غړو بیا ویلي چې دوی بشري حقونو ته درناوی لري او نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې په بې طرفه توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه وڅېړي.
افغان حکومت هم ادعا کوي چې طالبانو تر خپلو کنټرو لاندې سیمو کې ملکي خلک ځورولي او ان وژلي دي.
په ورته وخت کې راپورونه وایي، چې په کندوز کې د بېځایه شوو کسانو شمېر له لس زره اوښتی دی.
په کندوز کې ځایي کډوال وایي چې په وروستیو دوو میاشتو کې له خپلو سیمو د سختو جګړو له امله کوچېدلي دي او په کندوز ښار کې تر سره لمر لاندې ژوند کوي.
له دوی سره ښځې او ماشومان هم دي او وایي چې د خوراک او څښاک لپاره هېڅ هم نه لري. بلخوا د کندوز ولایت مقام د زرګونه کسانو بېځایه کېدل ستر ناورین بولي او په وینا یې د جګړو له امله د شاوخوا لس زره او څلور سووه کسانو بېځایه کېدلو په کندوز ښار کې ستونزې جوړې کړې دي او که پر وخت مرستې و نه شي نو بشري ناورین به رامنځ ته شي.
د سرچینې په خبره د کندوز ولایت مقام توانېدلی چې له دومره کډوالو یوازې شاوخوا څلور زره کسانو ته یې بشري مرستې ورسوي او پاتې نور له سختو ستونزو سره مخ دي.