اروپايي ټولنه وايي دوی په افغانستان کې د زور له لارې رامنځ ته کېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسون په تازه مرکه کې ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې روانه جګړه په افغانستان کې ختمه شي او طالبان د زور له لارې ځان واک ته رسول پرېږدي.
دده په خبره اروپايي ټولنه هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چې د طالبانو له لوري په زور رامنځ ته کېږي او که داسې وشي نو اروپایي ټولنه به خپلې ټولې مرستې له افغانستان سره قطع کړي چې په دې صورت کې به دغه هېواد یو ځل بیا یو منزوي هېواد شي.
د اروپايي ټولنې استازي ویلي ټول اړخونه دا هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي نو له همدې امله طالبانو ته هم په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.
بلخوا امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او د جګړو اوج د منلو نه دی.
نوموړي ویلي ددې جدي اړتیا ده چې دواړه لوري ژر تر ژره مذاکراتو ته راوګرځي او د سولې خبرې چټکې کړي.
سلیوان وایي په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې ښکېل اړخونه جګړې کمې کړي او د مذاکراتو فرصت دې نه ضایع کوي.
سلیوان ویلي چې افغان سوله د امریکا له ملاتړ برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. نوموړي په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دا یوه بوږنوونکې پېښه ده او په افغان جګړه کې باید بې طرفه وګړو ته زیان وا نه وړي.