اروپايي ټولنه: افغانستان سره د مرستو لپاره مو خپل شرطونه واضح کړل

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

اروپايي ټولنه وایي افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې یې له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه لرل.

دده په وینا افغان لوري ته یې د خپلو مرستو لپاره شرایط واضح کړي او دغه ډلې هم ژمنه کړې چې عملي کوي یې.

د توماس په خبره اروپايي ټولنه غواړي چې په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ شي، ښځو ته په حکومت کې ونډه ورکړل شي، بشري حقونو ته درناوی وشي، ټول اړخونه دې په حکومت کې ګډ وي، د قومي اختلافونو مخنیوی دې وشي او تر څنګ یې دې د پیاوړي حکومت لپاره مسلکي او وړ کسان په اداراتو کې ځای پر ځای شي.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي وو چې له اروپايي ټولنې سره یې خبرې ګټورې وې او ښې پایلې به ولري.

د یادونې ده چې تېره ورځ اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د اروپايي ټولنې پر اړوندو وېبپاڼو په خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې له افغان لوري سره یې په دوحه کې دوه ورځې پرله پسې ناستې او لیدنې لرلې دي.

سرچینه وایي چې په دې لیدنو کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او تر ټولو ډېر ټینګار له افغانستان سره پر بشري مرستو او دې چارې ته د لارې پر پیدا کولو شوی دی.

د اروپايي ټولنې چارواکو ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او تر څنګ یې له افغان لوري سره خپلې اندېښنې هم شریکې کړې دي.

سرچینه وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې ټرینګلی کېږي نو له همدې امله جدي اړتیا ده چې له افغان لوري سره تعامل ډېر شي او بشردوستانه مرستو ته لار هواره کړل شي.

اروپايي ټولنې ویلي چې له دې لیدنو یې موخه د طا لبانو د نوي حکومت په رسمیت پېژندل نه دي، بلکې تر ډېره غواړي په افغانستان کې خپلو اندېښنو ته ځوابونه پيدا کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي