اردوغان: طالبانو امریکا سره خبرې کړې، ترکیې سره دې هم وکړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ویلي چې هېواد یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتنې په اړه امریکا ته وړاندیز کړی دی او له یاد هېواد سره یې د امکاناتو د ورکړې په اړه خبرې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته دوی غواړي چې د کابل هوایي ډګر امنیت وساتي خو طالبان یې دا کار اشغال بولي.

اردوغان ټینګار کړی دی چې غواړي له طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، طالبان چې له امریکا سره یې مذاکرات کړي دي، نو باید له ترکیې سره هم په ارامه خبرې وکړي.

د ویلو ده چې دوه ورځې وړاندې هم رویټرز اژانس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله د طالبانو وروستي خبرداري ته په اشارې ویلي چې د طالبانو چلند مناسب نه دی.

هغه څرګنده کړې چې یو مسلمان سره د بل مسلمان د مقابلې خبره مناسبه خبره نه ده.

نوموړي ویلي، طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې اشغال ته د پای ټکی کېږدي او نړیوالو ته وښیي چې په افغانستان کې سوله قایمه ده.

اردوغان ټینګار کړی دی چې، ده د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر د امنیت وړاندیز ورکړی دی او اوسمهال دوی د دغه ډګر د امنیت په اړه له امریکا سره په خبرو بوخت دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي