ملګري ملتونه ډاکټر عبدالله ته؛ د اساسي قانون درناوی باید وشي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشر تدامیچي یاماماتو نن د افغانستان پخواني اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
د ښاغلي عبدالله په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې د روان وضعیت او د سولې د پروسې په اړه بحث او نظرونو تبادله شوې ده.

د ښاغلي عبدالله د رسمي فیسبوک پاڼې سکرین شاټ

بل پلو د یوناما په رسمي ټویټر ددې ناستې پخلی شوی او د خبرو په اړه یې معلومات ورکړي.
یوناما ویلي؛ په دې لیدنه کې ښاغلي یاماماتو پر افغان مشرانو غږ وکړ چې یوه پراخ بنسټه حکومت ته سره یوځای شي او ټول اساسي قانون ته درناوی وکړي.
یاماماتو ویلي؛ ضروري او مهمه ده چې د سولې د خبرو لپاره یو مسوول او استازی ټیم وټاکل شي.
ملګري ملتونه او د ولسمشر په توګه د عبدالله نه پيژندل
د پخواني اجرایه رییس چې تیرو ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني سرسخت سیال و، له ماتې وروسته د ټاکنو کمیسیون هغه پریکړه نامناسبه وبلله چې د اکثریتو رایو پر بنسټ یې ښاغلی غني بریالی اعلان کړ او خبر یې ورکړ چې دا حکومت به ونه مني.
له دې وروسته ښاغلي عبدالله وویل که ټاکنې له سره ونه شي، دی به موازي حکومت اعلان کړي، چې وروسته د ولسمشر غني د لوړې پر ورځ عبدالله اعتراضیه لوړه وکړه او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.
د ښاغلي عبدالله په مراسمو کې د هغه عامو او څو داخلي سیاسي څیرو اخوا هیڅ بهرنیو ډیپلوماټانو او استازو ګډون نه درلود.
د یوناما رسمي ټویټر پاڼې سکرین شاټ

دلته د ښاغلي عبدالله او یاماماتو په لیدنو کې د عبدالله عبدالله رسمي فیسبوک پاڼې د (رییس جمهور جهموري اسلامي افغانستان) ورسره ذکر کړی، خو د یوناما په خبرپاڼه کې ورته یوازې د (ډاکټر عبدالله) اصطلاح کاریدلي ده. له دې معلومیږي چې یوناما ښاغلی عبدالله د افغانستان د حکومت د لسمشر او ان هیڅ برخې په توګه نه پيژني.
له دې وړاندې هم د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د ملګرو ملتونو استازو او نورو بهرنیو استازو ګډون درلود او ځینو هیوادونو وروسته غني ته د افغانستان د ولسمشر په توګه د لوړې کولو مبارکي ورکړې وه.