امریکايي بنسټونه: بایډن دې ژر تر ژر خپل سرتېري وباسي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په امریکا کې ځايي ګڼو بنسټونو د جوبایډن له حکومته غوښتي چې نور دې له افغانستان امریکايي سرتېري وباسي.

امریکا کې د سرتېرو له حقونو د دفاع، پخوانیو پوځيانو، د پوځیانو د کورنیو اړوند او جګړې ضد ګڼو بنسټونو په یوه لیک کې له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ دې خپل سرتېري نور وباسي.

د طالبانو او امریکا تر منځ تېر کال د فبروي میاشتې په ۲۹ مه د قطر په دوحه کې هوکړې لاسلیک شوه ده، چې د یادې هوکړې پر بنسټ باید امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال مې میاشتې تر پایه له افغانستان څخه ووځي.

د امریکايي بنسټونو لخوا په لېږل شوي لیک کې راغلي چې امریکايي سرتېرو د ډېرې اوږدې مودې لپاره جکړه وکړه نور نو وخت چې باید سرتېري وویستل شي.

دوی ټینګار کړی چې بایډن دې د جګړې له ښکېلتیا په شا شي او نور دې سرتیري خپلو کور,نو ته راوغواړي.

دغه ټولنیز فعالین داسې مهال دا خبرې کوي چې د جوبایډن حکومت لا هم د خپلو سرتېرو پر ویستلو اختلاف لري، او لا هم په مې میاشتې کې د خپلو سرتېرو د ویستلو لپاره له ستونزو سره مخ دي.

بل خوا بیا افغان حکومت او طالبانو دواړه لوري تر اوسه د استانبول ناستې په تړاو هېڅ پرمختګ نه لري.

افغان حکومت هم تر اوسه خپله اجنډا، استازو او ناستې په تړاو څه نه دي ویلي او لا هم د یوې حل لارې پر لټولو کار کوي.