سپینه ماڼۍ: ډېر دلیلونه شته، چې کنګل شوې شتمني ازاده نه کړو

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدل به ادامه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

نوموړې وایي پوره تدابیر نیول شوي، چې دغه پیسو ته د طا لبانو له لاسرسي مخنیوی وکړي او په خبره یې د یادو شتمنیو کنګل کول به ادامه لري.

هغه وایي داسې ډېر عوامل دي چې له مخې یې دوی د مرکزي بانک شتمني نه شي ازادولی.

د ساکي په خبره د سپټمبر د یوولسمې له مسئلې را نیولې، بیا په تور لېست کې د طا لب مشرانو او پر دغه ډله د شته بندیزونو تر موجودیت پورې ټول هغه څه دي چې له مخې يې امریکا د یادې شتمنۍ له ازادولو ډډه کوي.

امریکا همدا راز وایي دوی هڅه کوي له افغانانو سره د مرستو لپاره پر موثرو لارو چارو کار وکړي او داسې یوه لاره پیدا کړي چې افغانانو ته یې ګټه ورسېږي او له بشري ناورین مخنیوی وشي.

د یادونې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ا.ا د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره دوستانه او ښې اړیکې غواړي.

هغه له اسوشیټډ پریس سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی دی چې امریکا به ورو ورو د افغانستان په اړه خپل سیاست کې بدلون راولي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې ملي شتمني ازاده کړي، ځکه چې د ده په خبره، د دوی تر واک لاندې په خپلو پښو ولاړ افغانستان د امریکا په ګټه هم دی.

نوموړي دغه راز حکومتولۍ ته په اشارې ویلي چې طالبانو تغیر کړی دی او د هرې ورځې په تېرېدو پرمختګونه محسوسېږي.

متقي امریکایانو ته په خطاب کې ویلي چې امریکایان ستر ملت دی او باید په هغه کچه صبر او زړه هم ولري څو جرات وکړي چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونو د نړیوالو نورمونو په رڼا کې وضع کړي، اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي او له افغانستان سره ښه روابط ولري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله