
خلیلزاد اوس د سولې تر څنګ په حکومت کې د شته اختلافاتو د پای ته رسولو هڅې کوي
د سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازي زلمی خلیل زاد اوس هڅه کوي چې د سولې د پروسې تر څنګ د افغان چارواکو تر منځ کرکېچونه حل کړي. زلمي خلیل زاد د افغان چارواکو تر […]
«هغه څه چې زه فکر کوم هغه دا چې موږ باید اردوغان سره خورا متفاوت چلند ولرو، او دا روښانه کوم چې موږ د اپوزیسیون مشرتابه ملاتړ کوو. اپوزیسیون ته باید پیسې ورکړو. واشنګټن باید د اپوزیسیون مشرانو ملاتړ وکړي ترڅو دوی وکولی شي اردغان ته ماتې ورکولو ته دوام ورکړي. البته، د یوې کودتا سره نه، بلکه په انتخاباتي پروسه کې.»
د ترکیې د ولسمشرۍ د اړیکو رییس فخرالدین الټون بیا ویلي چې دغه څرګندونې ترکیې ته د مداخله کونکي چلند په مانا دي او د دواړو هیوادونو ترمینځ اوسنیو ډیپلوماټیکو اړیکو سره مخالفت کوي.
هغه لیکلي:
«هیڅ څوک زموږ د خلکو، دیموکراسۍ او زموږ د ولسمشر مشروعیت تر پوښتنې لاندې نشي نیولای، ځکه هغه په رایو انتخاب شوی دی.»
د ۲۰۱۶م کال ناکامې کودتا ته په اشارې، هغه په ټویټر کې لیکلي:
«موږ باور لرو چې دا ناخوښه خبرې، چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د کاندید لخوا په ډیپلوماسۍ کې ځای نلري، د متحده ایالاتو اوسني حکومت لپاره هم د منلو وړ ندي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې اوسني ولسمشر د یاد هیواد په اساس قانون کې د تغیر راوستو ترڅنګ یو شمیر نور اصلاحات راوستي چې دا د هغه لپاره په ګټه بلل کیږي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes