له هغه ورځې، چې د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس جوبايډن د امريکايې ځواکونو د وتلو رسمي نېټه څرګنده او د وتلو اعلان وکړ.
د هېواد دننه او سیمو کې سختې ناامنۍ و ناقراري رامنځته شوي، د افغانستان ګاونډي هېواد ايران په دې هکله اندېښنې څرګنده کړې.
د چين هېواد، د افغانستان تش پرېښودل د ځان و راتلونکي په هکله يو جدي خطر وبللو او همدارنګه د نړۍ لويو قوتونو دا تصميم غلط وباللو او دې اقدام ته يې په ښه سترګه ونه کتل، خو تيره ورځ امريکايي چارواکو ځينې نوې څرګندوني وړاندي کړي، چې د دوی اصلي هدف څرګندوي.
دوی لا تر اوسه هم له افغانستانه د وتلو پر موضوع کلک ولاړ دي. خو د افغانستان د کنټروله شايد لاس وانخلي.
دوی به له افغانستان څخه تر وتلو وروسته امريکايې ځواکونه ځای پر ځای کول غواړي.
ځکه وايي چې په ازبکستان او پاکستان کې د نظامي اډو په جوړولو غور کوي.
امريکايي ځواکونه به له دغه نظامي مراکزو څخه په افغانستان کې جګړه کنټرولوي.
زما په اند که امريکا له پاکستان څخه د نظامي اډو غوښتنه وکړي، نو پاکستان به يې ورسره پرته له کوم فکر ومني.
پاکستان دې فرصت ته کلونه کلونه انتظار دی او له همدې لارې به په ميلياردونو ډالر ترلاسه کړي، هم به يې نړيوال اعتبار پياوړی شي او هم به افغانستان د اوږدې مودې لپاره په جګړه کې ښکېل وساتي.
امريکا ته د نظامي اډو په ورکړې سره به هلته شته مدرسې او د ملايانو په جامه کې د حقانيې او نورو مدارسو ملايان او مفتيان هېڅ ډول غبرګون ونه ښيي او د امريکا نظامي شتون به په يو ډول نه يو ډول توجيه کړي.
پاکستاني ملايان او هم عوام يې خپل وطن ته ژمن خلک دي، چې د پاکستان د بقا لپاره هر ډول معاملې ته چمتو دي.
خو د بده بخته، چې زموږ هېواد نه د همدغو مدرسو په لمسون موږ ډېر ژر دغه عايداتي سرچينه د لاسه ورکوي.