د اُلمپیک سیالیو پای؛ امریکا پکې لومړی او چین دویم مقام خپل کړ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ټاکل شوې وه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ ترټولو ستري بېلابیلې سیالۍ «اُلمپيک» د جاپان په توکیو ښار کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدې او تر ځنډ وروسته دادی د تیرې جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه پيل شوې او پرون د اګسټ میاشتې په ۸مه نېټه پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړو په بېلابیلو سیالیو کې لوبې ترسره کړې.

د اُلمپیک د ادارې له لوري لوبغاړو ته ۱۰۸۰ بېلابېل مډالونه ځانګړي سوي وه، چې د ۲۰۷ هیوادونو له ډلې ۹۳ هیوادونه وتوانېدل، چې مډالونه ترلاسه کړي.

امریکا د ۱۱۳ مډالونه په ترلاسه کولو سره د ۲۰۲۰ کال اُلمپیک په سالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړ، چې په یادو مډالونو کې ۳۹ د سرو زرو، ۴۱ د سپینو زرو او ۳۳ بیا د برنزو مډالونه شتون لري.

تر امریکا وروسته ددې سیالیو دویم مقام چین د ۸۸ مډالونو په ګټلو سره خپل کړ، چې پکې ۳۸ د سرو زرو، ۳۲ د سپینو زرو او ۱۸ بیا د برنزو مډالونه موجود وه.

درېیم مقام بیا د روسیې د اُلمپیک کمېټې خپل کړ، ټول یې ۷۱ مډالونه ترلاسه کړه، چې پکې ۲۰ د سرو زرو، ۲۸ د سپینو زرو او ۲۳ بیا د برنزو مډالونه شامل وه.

تر یادو دریو هیوادونو راوروسته څلورم مقام بریټانیا، پنځم مقام کوربه جاپان، شپږم مقام اسټرالیا، اووم مقام ایټالیا، اتم مقام جرمني، نهم مقام ندرلینډ او لسم مقام بیا فرانسې خپل کړ.

 

په اُلمپیک کې زیات مډال ګټونکي هیوادونه

 

۱ـ امریکا: ټول یې ۱۱۳ مډالونه خپل کړل، ۳۹ د سرو زرو، ۴۱ د سپینو زرو او ۳۳ د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۲ـ چین: ټول یې ۸۸ مډالونه خپل کړل، ۳۸ د سرو زرو، ۳۲ د سپینو زرو او ۱۸ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۳ـ د روسیې اُلمپیک کمېټه: ټول یې ۷۱ مډالونه خپل کړل، ۲۰ د سرو زرو، ۲۸ د سپینو زرو او ۲۳ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۴ـ بریټانیا: ټول یې ۶۵ مډالونه خپل کړل، ۲۲ د سرو زرو، ۲۱ د سپینو زرو او ۲۲ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۵ـ جاپان: ټول یې ۵۸ مډالونه خپل کړل، ۲۷ د سرو زرو، ۱۴ د سپینو زرو او ۱۷ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۶ـ اسټرالیا: ټول یې ۴۶ مډالونه خپل کړل، ۱۷ د سرو زرو، ۷ د سپینو زرو او ۲۲ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي

۷ـ ایټالیا: ټول یې ۴۰ مډالونه خپل کړل، ۱۰ د سرو زرو، ۱۰ د سپینو زرو او ۲۰ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۸ـ جرمني: ټول یې ۳۷ مډالونه خپل کړل، ۱۰ د سرو زرو، ۱۱ د سپینو زرو او ۱۶ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۹ـ ندرلینډ: ټول یې ۳۶ مډالونه خپل کړل، ۱۰ د سرو زرو، ۱۲ د سپینو زرو او ۱۴ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

۱۰ـ فرانسه: ټول یې ۳۳ مډالونه خپل کړل، ۱۰ د سرو زرو، ۱۲ د سپینو زرو او ۱۱ بیا د برنزو مډالونه پکې شامل دي.

 

په اُلمپیک سیالیو کې افغانستان

 

په دې سیالیو کې پنځه افغان لوبغاړي فهیم انوري، فرزاد منصوري، شامحمود نورزی، کیمیا یوسفي او مهدي یواري ولوبېدل، چې هیڅ مډال یې نه‌کړ ترلاسه.

۱ـ فهیم انوري په لامبو وهلو کې،

۲- فرزاد منصوري په تکواندو کې،

۳ـ شاه‌محمود نورزی په سل متره منډه وهلو کې،

۴ـ کیمیا یوسفي د ښځو په سل متره منډه وهلو کې،

۵ـ مهدي یواري په نښه ویشتلو کې ولوبېدل.