اپریل 23, 2021

کابل کې د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت د سترنج سيالۍ

کابل کې د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت د ښځينوو ترمنځ د سترنج سيالۍ ترسره سوې.

د افغانستان د المپيک کمېټې د خبر له مخې د ښځو د نړيوالي ورځې د لمانځنې په خاطر يې دا سيالۍ په لاره واچوالې چې ۱۲ تنو پکښې ګډون کړی وو .

د سترنج دا سيالۍ د سويس هيواد د لوبو په ډول ترسره سوې چې په پايله کې لومړي ،دويم او دريم مقامونو ته جائزې او ستاينليکونه هم ورکړل سوه.

په دې سياليو کې حسينا اکبر لومړی ،ليدا همراه دويم او مروې حکيم درېيم مقام وګټی.

د ښځو نړيواله ورځ چې د مارچ د اتمې سره برابره ده،لمانځني يې تر غونډو او لوبو ور ها خو سږکال په ټولنيزو رسنيو کې يې هم خورا کش اخيستی وو،نارينوو و ښځو ،همدارنګه ښځو و ښځو ته هم مبارکۍ ورکولې چې د نورو کلونو سره يې ډېر توپير درلودی.

وروستي مطالب