په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په کاري ساحه کې د ښه احساس او خوښۍ لپاره ۶ مهم وړانديزونه

ژباړه: محمد عزیز پردیس
د وخت کمښت، په کاري ساحه کې تل په دنده بوختېدل، په یوه وخت کې د څو کارونو ترسره کول او داسې نورې ورته کړنې، په کاري ساحه کې د تشويش، فشار او ستړيا لامل ګرځي.
خو پوښتنه دا ده، داسې څه شته چې د هغه په وسيله وشو کولی، په کاري ساحه د اسټرس او فشار څخه مخنيوی وکړو؟
کله چې مونږ په يو کار بوخت يوو او هغه کار مونږ ته د خوښۍ احساس راوبښي، نو په هغه صورت کې کولی شو چې څو چنده او ښه کار ترسره کړو؛ په داسې حالت کې دا مهمه نه د چې کار څومره پېچلی او فوري دی.
هغه فشار چې په کار کې چلنجونه پاروي؛ د دې لامل ګرځي چې د هغه لپاره چې کوم دقت او تمرکز ته اړتيا ده، هغه هم رامنځ ته کړي. په دې ترتيب سره، کار په ښه ډول ترسره کېږي او پايله به يې ګټوره او ارزښتناکه وي. د همدې خبرو په تائيد سره ويلی شو چې په کاري ساحه کې د فشار معينه او مناسبه اندازه، په کار مثبت اغېز لري.
خو په برعکس ډول، منفي فشار زمونږ وړتيا او د کار حصول راکموي، زمونږ د نوښت او نوښتونو څخه مخنيوی کوي. که همدا منفي فشار ډېر وخت دوام وکړي، نو د روحي او فزيکي ستونزو لامل ګرځي. د بېلګې په ډول، د هاضمې د سیستم نا انډولتوب او د خوب نامنظموالی.
په بدو حالتونو کې، منفي فشار د روحي ناروغيو لکه، کاري جنجال ( Burnout ) او ستړيا لامل ګرځي او يا هم ځينې فزيکي ناروغۍ زېږوي. لکه: د ملا درد، د زړه د سيستم ګډوډي او د وينې د جريان نا انډولي… .
په کاري ساحه کې د منفي فشار زياتېدل، د دې لامل ګرځي چې خلک دې د کاري ساحې د بدلېدو په فکر کې شي، خو د ژوند شرایط، د تل لپاره دا اجازه نه ورکوي.
مخکې له دې چې د دندې د بدلېدو مهمه پرېکړه وکړئ، دا به بده نه وي چې، په دې فکر وکړئ، چې څنګه دنده ښه پرمخ یوسئ.
په کومه کاري ساحه کې چې تاسو په کار بوخت ياست، کولی شئ چې د فشار او اسټرس مخه ونيسئ يا راکمه يې کړئ؟
د جرمني د ماينس پوهنتون د مديريت او ټولنيزو اړيکو د څانګې استاد، ښاغلی نوربرټ روه لډر په دې هکله تاسو ته شپږ وړانديزونه لري:
۱- شرايط او چاپېريال
لومړی بايد دا جوته شي چې څه شرایط د دې لامل کېږي، چې تاسو دې ناراضه واوسئ. هغه ټول عوامل چې ستاسو د فشار او اسټرس باعث ګرځي؛ د يو څه مودې لکه، د يوې هفتې لپاره، ځپل ځان سره یاداشت کړئ.
همدارنګه، هغه څه مو چې د خوښۍ لامل ګرځي؛ هغه هم وليکئ. په دې ترتيب سره کولی شئ چې متوجه شئ چې کومو شیانو ته بايد تغير ورکړئ او د کومو شیانو څخه بايد ډډه وکړئ، ترڅو حالت ښه شي.
هڅه وکړئ چې ( غوره دورې ) مو په ياد راولئ او په اړه يې فکر وکړئ، ترڅو په دې پوه شئ چې، څه د دې باعث شوي و او يا څه په بل ډول و چې ستاسو کاري ساحه يې تاسو لپاره زړه راښکونکې کړې وه.
د فشار سختو او معينو شېبو کې ترټولو غوره کړنه دا ده، مخکې له دې چې وارخطا شئ، خپل تېر وخت يا ماضي ته يوه کتنه وکړئ. د بېلګې په ډول، که تاسو ته نوې دنده درسپارل کېږي، خپل ځان څخه دا پوښتنه وکړئ: له ما څخه څه کار غواړي؟ کولی شم چې دا کار په دومره اندازې او وخت کې چې دوی يې غواړي؛ ترسره کړم؟ د دې لپاره چې دا کار شاته پرېږدم، يوه برخه يې ترسره نه کړم يا يې په چورلټ ډول رد کړم؛ څومره امکانات لرم؟ نورو ته دا څنګه څرګنده کړم، چې څه کار ترسره کولی شم يا څه کار غواړم ترسره يې کړم؟
په دې ترتيب سره کولئ چې خپل ځان د ستونزو او فشار قرباني نه کړئ او خپل حالت مو کنټرول کړئ. د دې لپاره چې وشئ کولی، د فشار ترټولو سختو شېبو کې هم، په وضيعت همداسې کنټرول ولرئ، نو هره دنده چې تاسو ته درکول کېږي، پورته ذکر شوی تمرين پرې عملي کړئ.
۲- برنامه جوړونه او تنظيم
د کار روڼتيا او په دنده کې د لومړيتوبونو پيدا کول؛ په ورځنيو چارو کې پرته د فشار څخه د کار د ترسره کولو مهم عناصر بلل کېږي.
د ورځې يا اونۍ په اوږدو کې د هغه کارونو، دندو او برنامو لېست کول، چې بايد ترسره يې کړئ؛ تاسو سره مرسته کوي چې پخپلو چارو کې بريالي واوسئ او د سکون احساس وکړئ.
په دې توګه کولی شئ چې د هغه خطرونو مخنيوی وکړئ چې ښايي ستاسو په اوږو بار شي.
خو دا اړينه ده چې په دنده کې د خپلو وړتياو، د کار د اندازې او وخت په اړه رښتينی ليد ولرئ.
خپلې اړتياوې وپېژنئ او هغه خپلو همکارانو سره شريکې کړئ، ترڅو له تاسو څخه واقع بينانه غوښتنې ولري.
بايد یاد یې کړو چې هر انسان خپله ځانګړنه لري: کومه دنده چې تاسو ته درسپارل کېږي، بايد ترکومې اندازې پېچلتيا ولري، ترڅو تاسو يې په ښه احساس سره ترسره کړئ؟ د ورځې په کوم ساعت کې کولی شئ خپل کار څخه ترټولو ښه پايله ترلاسه کړئ؟
۳- ستونزې او ليدلوری
هغه څه چې ستاسو د رښتينې برنامې جوړونې او کار سره اړيکه لري، د موخو يا اهدافو د يو واضح او روښانه تصوير لرل دي. څه غواړئ چې لاس ته يې راوړئ؟
څومره انرژي او وخت بايد مصرف کړئ چې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږئ؟
خپلې موخې داسې وټاکئ، چې د لاسته راوړلو وړ وي، خو هغو ته رسېدل هم دومره اسانه نه وي، ځکه هغه کارونه چې تاسو کې يې د ترسره کولو وړتيا کمزورې وي، هغه هم کولی شي چې په اوږدمهال کې د فشار زېږوونکي وي او د دې باعث شي چې د کار څخه خوند وانه خلئ.
په برعکس ډول، رښتيني او ارزښتمن کارونه کولی شي تاسو کې انګېزه رامنځ ته کړي او تاسو د خوښۍ احساس درکړي. اړينه ده چې د نيمه کارونو د ترسره کولو څخه ډډه وشي.
تاسو ته چې کومې دندې درکول کېږي، هغه ګام په ګام وڅارئ.
۴- ملاتړ او احترام
کله چې په درسپارل شوې دنده کې د همکارانو ملاتړ مو جلب کړئ، نو د اوږو بار به مو سپک شي. دا د دې لامل ګرځي چې همکاران مو هم احساس وکړي، چې هغوی ته احترام لرئ، ځکه په اصل کې مو هغوی ته دا پيغام رسولی؛ چې پوهېږئ هغوی د وړتيا او تخصص خاوندان دي.
د همکارانو ملاتړ راجلبول دوه مثبتې اغېزې لري: همکاري مو پياوړې کېږي او د کاري چاپېريال د ښه کېدو ترڅنګ مو کاري فشار هم راکمېږي. په ښه کاري چاپېريال کې د دې احتمال هم ډېرېږي چې نور دې ستاسو کار ته درناوی وکړي.
په همکارانو اعتماد کول او هغوی ته د دندو سپارل، يانې د ډلې يا ټيم په بڼه کار کول؛ په کاري ساحه کې زړه تنګوالی له منځه وړي او د خوښۍ لامل مو ګرځي.
۵- فراغت او استراحت
د فشار او اسټرس شرايطو کې د فراغت او تفرېح شېبې، د برابرۍ او ارامښت په راوستلو کې رغنده رول لوبوي. په همدې خاطر هڅه وکړئ چې د ورځې په اوږدو کې د کارونو ترڅنګ مو ارامښت او استراحت ته هم وخت ورکړئ.
د دې کار لپاره څه ته اړتيا لرئ؟ اړينه ده چې په سهارنیو وختونو کې يو څه وخت، د کاري ساحې څخه بهر د قدم وهلو او ازادې هوا د تنفس کولو لپاره ووځئ؟
يا هم دا مو خوښېږي چې خپلو همکارانو سره خبرې اترې وکړئ؟
يوه ساده لاره يې دا ده چې د يو څو لنډو شېبو لپاره مو ډيجيټلې ارتباطي دستګاوې خاموشه کړئ او څومره چې کولی شئ د کاري ساحې څخه واټن واخلئ. ( الته د څو محدود شېبو لپاره ). دا کړنه د دې لامل ګرځي چې فکر مو ازاده شي او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره تازه انرژي ترلاسه کړئ.
همدارنګه کله چې پرته له کومې مخکينۍ برنامې، تاسو ته يوه نوې دنده درسپارل کېږي، لومړی ورته لږ صبر وکړئ. هغه فشار چې وړاندوينه يې نه وي شوي، د دې باعث کېږي چې د کار کيفيت مو راټيټ کړي.
حتی که تاسو فکر کوئ چې ( نه ويل ) به له تاسو څخه ډېره انرژي او شهامت وغواړي، خو په اوږدمهاله ډول په دې انرژۍ او شهامت سره کولی شئ چې په کاري ساحه کې د فشار او اسټرس څخه مخنيوی وکړئ. يعنې کوم کار مو چې له وس څخه پورته وو، تاسو کولی شئ چې په احترام سره يې رد کړئ. ( دا خبره په ټولو حالتونو کې د پلي کېدو وړ نه ده).
۶- تازه انرژي اخېستل او اعتدال
د فراغت په وختونو کې کولی شئ چې خپل ځان مو په کاري ساحه کې د لا ښه کار کولو لپاره چمتو کړئ. په مسلسل ډول ورزش وکړئ او د خپلو دوستانو، ملګرو او د کورنۍ غړو د ليدلو څخه خوند واخلئ. حرکت په رښتيني ډول سره په بدن کې د فشار کمښت لامل ګرځي، په ځانګړي ډول چې د اوږدې مودې لپاره د کاري مېز ترشا ناست ياست.
همدا رنکه حرکت ستاسو د بدن مقاومت لوړوي او تاسو ته دا انرژي دربښي چې څو چنده کار وکړئ.
په کاري چاپېريال کې هم چې څومره مو وس وي او ممکنه وي حرکت وکړئ: په دوامداره ډول جمناستيکي يا کششي حرکات وکړئ. هغه وسايل چې ډېر ورته اړتيا لرئ، هڅه وکړئ چې خپل کاري مېز څخه يې لرې کېږدئ؛ ترڅو د هغو را اخېستلو لپاره حرکت وکړئ.
سربېره پر دې کولی شئ چې مخکې له مخکې منفي تمايلاتو ته په مثبت فکر او خوش بينۍ سره ځواب ورکړئ.
په کاري ساحه کې مو د پخوانيو عادتونو پرځای نوي عادتونه پلي کړئ، په دې ترتيب سره کولی شئ چې انګېزه مو غښتلې کړئ او په کاري محيط کې د فشار د له منځه وړلو لپاره نوې لارې ومومئ.
همدارنګه په دې اړه هم فکر وکړئ چې په خصوصي ژوند کې تر کومې اندازې په فشار او اسټرس اخته ياست؟ ځکه، که په کاري ساحه کې مو فشار کم او په کورني ژوند کې مو د فشار اندازه لوړه وي، نو دلته بيا اعتدال نه دی مراعت شوی.
هرڅوک بايد د دې هڅه وکړي چې په کاري ساحه او کورني ژوند کې د فشار، کاري پېچلتيا او اسټرس مخنيوی پخپله وکړي.