طالبانو سره د څلورو ښکېلو هېوادونو د خبرو اترو پایله

سپینه تجريدي ډیزاین

طالبان وايي، چې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان سره يې په ناسته کې وړانديز کړی، چې طالب مشران له تور نوملړل څخه وباسي او اووه زره بنديان چې د افغانستان حکومت سره په بندخونو کې دي ازاد کړل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د متحده ایالاتو، پاکستان ، روسیې او چین له ځانګړو سفیرانو سره د بندیانو د خوشې کیدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه د دې ډلې د مشرانو د ایستلو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم “انډپڼډنت” ته وویل، په دوحه کې د طالبانو ، امریکا، روسیې، چین او پاکستان ترمنځ پنځمه ناسته جوړه شوې وه.

هغه وايي په دې ناسته کې له تور لیسته د طالب بندیانو د ویستلو، د بندیانو خوشې کولو او سولې پروسې په اړه خبرې وشوې.

هغه زیاته کړه چې په دې ناسته کې ، ټولو خواو موافقه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړ څخه د طالب مشرانو د لرې کولو لپاره کار وکړي.

د طالبانو لسګونه مشران د تروریستي کړنو په دليل د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، او ددې ډلې له اووه زرو  څخه ډېر غړي د افغان حکومت په بندخونو کې ساتل کېږي.

ویل شوي طالبانو د استانبول ناستې ته د بندیانو خوشې کول او له تورلیسته یې د مشرانو ایستل د شرطونو په توګه وړاندې کړی ول چې له همدې امله یې په کې ګډون هم ونه کړ.

د افغانستان حکومت، چې له پنځو زرو څخه ډېر طالب بندیان يې تير ځل د سولې د خبرو اترو د پيل په نيت د لويې جرګې د تاييد اخستلو نه وروسته، ازاد  کړل؛ ټینګار کوي چې نږدې ټول ازاد شوي بنديان د جګړې ډګر ته راستانه شوي دي.

حکومت وايي، پاتي بنديان به د اوربند د ټينګيدو وروسته ازادوي. تر څو چې اوربند نه وي ټينګ شوي، په وینا يو بندي هم نه ازادوي. خو طالبان چې له متحده ایالاتو سره یې د سولې تړون لاسلیک کړی، د واشنګټن له استازو سره د بندیانو د خوشې کیدو په اړه هم په بحث بوخت دي.

پرون په دې لړ کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم پر طالبانو غږ وکړ چې جګړه ختمه کړي او د بندیانو په اړه له افغان حکومت سره وغږیږي.

بل پلو یادو هیوادونو یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالب مشرانو له تور لیسته به د نومونو لرې کولو لړۍ هله چټکه کړي چې طالبان تاوتریخوالی کم او سیاسي تفاهم ته غاړه کیږدي.