لیکنه: صدیقه پوپلزۍ
زموږ څلور خواوو کې تل داسې موضوعات شته چې یا یې اورو یا یې وایو، خو ځینې مطالب دي چې تل باید د یو راز په شان له ځان سره وساتو، ځکه کېدای شي تاسې خپل راز یو ملګري ته یا هم د کورنۍ کوم غړي ته ووایاست، خو دا حتمي نه ده چې ستاسې ملګرې به تل هغه راز له ځان سره ساتي کېدای شي ستاسې ملګري د ښه زړهلرونکې ونه اوسي، نو د همدې راز په ویلو سره به ستاسې ژوند درته ستونزمن کړي او ستاسو د کمزورتیا لپاره به مو راز نورو ته ووایي.
په دې مطلب کې شپږ موضوعګانې دي چې د هغه په نه ویلو سره تاسې حتماً ګټه کوئ:
خپرونې یا هیلې
تاسو مینه لرئ چې تل خپل هیلې نورو سره شریک کړئ او دا تمه لرئ چې دوی مو وهڅوي، خو ښایي څنګه چې فکر کوئ هغسې نه وي، ځکه کېدای شي ځینې یې تاسې له خپلې هیلې څخه مو زړهتوره کړي او تاسو ته به ووایي چې ته د دې کار وړتیا نه لرې. نو په پایله کې به ستاسو په ځان باور کمزوری شي یا هم لمنځه به لاړ شي.
که تاسې خپل تجارتي خپرونې یا هم نوري نوي خپرونې خپل ملګرو سره شریک کړئ کېدای شي هغوی ستاسې فکرونه غلا کړي.
د ملګري رازونه
هره خبره چې خپل ملګرو څخه اورئ، باید خپل ذهن کې دفن کړئ، ځکه کېدای شي د هغوی ډېره شخصي موضوع وي. هېڅکله له بل چا سره د هغوی په هکله خبرې مه کوئ، ځکه دا کار ملګري ته خیانت کول او د رازونو فاش کول دي ملګري مو په تاسو یې باور کړئ نو باید باور یې وساتل شي.
کورني موضوعات
خپل کورني موضوعات باید نورو ته ونه وایو، ځکه کله چې دا خبرې نورو ته کوئ د نورو په وړاندې کمزوري معلومېږئ.
د مینې ژوند
دا واضح خبره ده کله چې خپل د عاشق یا معشوقې په هکله خپلو ملګرو سره خبرې کوئ، ښه احساس لرئ. هو دا ښایي ډېر وسواس کوونکې وي کومې شېبې چې خپل مینې سره تېروئ هغه نورو ته ووایاست، خو دا ښه عادت نه دی چې ټوله جزیات خپل د عاشق یا معشوقې په هکله ووایاست، ځکه د دې کار سره ستاسې خصوصي حریم نورو ته روښانه کېږي.
خیریه کارونه
د بشر دوسته انسان په صفت تاسو د یوه چا ژوند بدلوئ او مثبته اغېزه د ډېرو وګړو په ژوند پرېږدئ، خو که دا کارونه له نورو سره شریک کړئ، نو کارونه مو خپل ارزښت له لاسه ورکوي او داسې معلومېږي چې ستاسې دا کارونه یوازې د شهرت لپاره دي.
د پیسو اړوند موضوعګانې
که ستاسې مالي لاستهراوړنه ښه وي، له نورو سره یې مه شریکوئ. رښتنې اړیکې نه باید له اقتصادي موضوعاتو سره شریک شي یا هم وتړل شي.
کله چې تاسې خپل ملګرو سره د پیسو په هکله خبرې کوئ، ښایي دا یو منفي رقابت منځ ته راولي او کېدای شي ستاسې د څو کلنو ملګرتیا ترمنځ د حسادت اړیکه منځ ته راشي.
ډيره په زړه لېکنه