د شګوفه نورزۍ د ژوند اړخونه: سردار داوود له سیاست اغیزمنه یم

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

شګوفه نورزۍ د ښاغلي حاجي ولي جان نورزي لور د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په ۱۳۷۲کال د ګرمسیر په حسین اباد کلي کې زېږېدلې ده.

شګوفې په ماشومتوب کې د خپلو دینې زده‌کړو تر بشپړولو وروسته له خپل پلار سره لشکرګاه ته لاړه، او هلته یې خپلې عصري زده کړې پیل کړې.

نورزۍ په ۱۳۹۲ کال کې له ښوونځۍ څخه د فراغت وروسته د هلمند ولایت حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوه، د دې تر څنګ نوموړې د نرسنګ په برخه کې دوه کلنې زده کړې هم کړي.

شګوفه او علي وزیر: هغه د کوزې پښتونخوا د پښتو ژغورنې غورځنګ کلکه پلوې هم ده

د مدني فعالیت پيل

نوموړې لا زده کوونکې وه، چې مدني فعالیت یې پیل کړ.

اغلې شګوفې د هلمند ولایت په مختلفو ادارو کې دندې کړې، چې د ښځو په حقوقو کې د نوموړې هڅې ستایل شوې دي.

نورزۍ پنځه ورونه او شپږ خویندې لري. او د په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ۱۲۰۰ رایو په ګټلو سره بریالۍ شوه.

شګوفې ښځینه او نارینه‌وو ته د ظرفیت د لوړونې لپاره څو ځلي لنډمهاله کورسونه دایر کړي.

 

د خوښې شاعر او مطالعه

آغلې نورزۍ له مطالعې سره دېره مینه لري، او ډېری وخت دیني، تاریخي، سیاسي او اقتصادي کتابونه لولي. او په سیاست کې ارواښاد شهید سردار محمد داود خان د ملي سیاست، اقتصادي او اصلاحي تګلارو څخه اغېزمنه ده.

نوموړې په شاعرانو کې د خوشحال خان خټک، غني خان او ګل پاچا الفت سپک خوښوي.

Open Jirga on Twitter: "شګوفه نورزۍ: د #هلمند په هغه ولسوالیو کې چې د نشه  يي توکو کښت او تولید کیږي، ډ هلمند تر نورو سیمو ډېرې #ناامنه دي. #افغانستان  #مواد #مخدر @

نوموړې د پښتو ژبې ترڅنګ په دري، اردو او انګلیسي ژبو هم روانې خبرې کولای شي. نورزۍ د پښتنو د حقوقو کلکه ملاټړې ده، او د پښتنو د حقوقو لاسته راوړلو لپاره یې څو ځلي سولییز لاریونونه هم کړي دي.

واده 

نوموړې مجرده ده، او غواړي په راتلونکي کې د خپل ژوند لپاره داسې یو څوک وټاکي، چې په هېواد او د هېواد په خلکو مین اوسي. هغې په یوه وروستي تلویزیوني مرکه کې وویل چې مئینه نه ده او د وطن په غمجن ماحول کې په دې اړه باید فکر ونه کړي.

هغې په یاده مرکه کې همداراز ویلي ول چې ډیر زنګونه ورته راځي، خو ترې په تکلیف ده. نورزۍ وايي له دې امله موبایل ځوابوم چې کوم موکل به وي او ستونزه به لري، خو هغه یوازې خلک په تکلیفول کوي او ترې خوښه نه ده.

شګوفه نورزۍ وخت ناوخت د پښتنو پر مشرانو او د حکومت په چارواکو نیوکې کوي، او غواړي د حق غږ اوچت کړي.