که مو ملګري له تاسې لرې والي غوره کوي، ښايي ځیني دا لاملونه به لري

ډېری وخت انسان له داسې پیښي سره مخ کیږي، چې دوه ملګري تل یوزای وي خو ناڅاپه سره لري شي کله چې دا کار وشي د انسان ذهن ته هر ډول پوښتنې او خبرې راځي لکه: دا نور زما سره خوشحاله نه دي یا زما نه یې بد راغلي، زما پر وړاندې بې تفاوته شوې، بل ملګری / ملګرې یې پیدا کړې، نور ما سره مینه نه لري، همداسې ډېرې خبرې زموږ ذهن ته راځي؛ خو حتمي ندی چې تل زموږ فکر سم وي، کېدای شي نور دلیلونه ولري:

ـ ښايي په ژوند کې لویه ستونزه ولرې او غواړې د هغه پر وړاندې مبارزه وکړي، نو ځکه ستاسو سره چلند بدل شوی وي، یا هم ژوند کې به یو لوی بدلون راغلی وي چې حتا خپله نه پوهېږي څه وکړي.

ـ ښايي د یو رواني بحران سره مخ وي، یعنې کومه روانې ستونزه لري.

ـ کله چې یوه ملګرې مو تل خپل ستونزې وایي او منفي خبرې کوي، نو ځینې وخت له ډېره شکایت کولو څخه ستړي کیږي، ښایي له همدې وجه بدلون کړی وي.

ـ ښايي مسولیتونه ډېر شوي اوسي او ونه شي کولای چې تل ستاسې پوښتنه وکړي، یا د پخوا په څېر تاسې سره اوسي.

ـ امکان لري اقتصادي ستونزې سره مخ شوې او نشي کولای تاسره وخت تېر کړي یا تاسې سره کوم ځای ته لاړ شي.

ـ ښايي اړتیا لري چې یو څه مودې لپاره یوازې اوسي او خپل ځان سره وخت تېر کړي، یا هم ارام وکړي ترڅو بیرته خپله انرژي ترلاسه کړي.

ـ امکان لري د ژوند داسې مرحلې ته تللې وي، چې نه غواړي د هغه په ویلو سره ستاسې حالت خراب کړي.

نو له همدې کبله هیڅکله پرته له دې چې د بل چا له حالت خبر نشئ په هکله قضاوت مه کوئ، امکان لري ډېري انسانان په ژوند کې د یو جدي ستونزې سره مخ وي چې تاسو ورنه خبر نه یاست.




وروستي مطالب