لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
روژه ډېرې ګټې لري، ټولنیزي او هم روغتیایي.
ټولنیزي ګټې: روژه انسان له سختې لوږې سره بلدوي او پر دې سربېره یو انسان د بل له حالته خبرېږي.
اسلام د ټول بشر دین دی، په یوې خاصې ډلې، طبقې، ټبر او نژاد پورې اړه نه لري، خو د ټولنو د نشتمنو، محرومینو او مستضعیفونو د حقوقو پرځای کولو ته ځانګړې پاملرنه لري، چې په دې هکله په قران کریم او سنت النبوي کې لازمې لارښوونې ښودل شوي دي، نو اسلام له دې امله چې مجاهد مسلمان له ټولنې څخه د فقر او د فقر د عواملو له منځه وړو پر روحیه سمبال وروزي، نو ځکه روژه نیول یې پرې فرض کړي، او ټولو ته په یو ډول دي یعنې هم زور، ځوان، نیستمن، شتمن دا ټول وګړي باید روژه ونیسي.
روژه په مسلمان کې خواخوږي او د زړهسوي حس ژوندی کوي، چې په ټوله نړۍ کې د لوږې د لمنځه وړلو لپاره (اوښتنیز انقلابي پوتنسال) ولري.
او د اسلام له استراتیژیکو اهدافو یو دا هم دی، چې په نړۍ کې د «قسط» پر بنیاد عدالت ټینګ کړي، نو که موږ روژه د همدې موخې په اړه تر غور لاندې ونیسو، نو هغه دننني عوامل، چې د اسلامي تشکیلاتو لارویان همدې موخي ته رسولای شي، روژه ده.
پیغمبر اکرم (ص) وایي: “تاسې د روژې په میاشت کې د څښتن تعالی مېلمستیا ته بلل شوي یاست…”
نو ځکه له خدایه وغواړئ، چې نیتونه او زړونه مو له ګناهونو او بدو صفاتو پاک کړي، د روژې نیول او د قران د تلاوت توفیق درکړي، کله چې وږي او تږي شوئ، نو د قیامت لوږه او تنده به دریاده کړي، نیستمن ولټوئ او لاسنیوی یې وکړئ، ژبه له بدو خبرو وساتئ، حرامو ته مه ګورئ او په غوږونو حرام وانه ورئ.
روژه دا نه ده چې سړی له خوراک څښاکه ډډه وکړي، بلکې باید په روژه کې نورو څیزونو ته هم پام وکړو، لکه ژبه له دروغو وساتو، سترګې له حرامو پټې کړو، یو له بل سره شخړې او لانجې ونه کړو، له کینې ځان وساتو، یو بل پسې غیبت ونه کړو، له سپکو سپورو څخه ډډه وکړو، پر چا تېری ونه کړو، د غريبو خلکو له زړونو ځان خبر کړو او مرسته ورسره وکړو. د مسلمانانو په تشکیلاتي ټولنه کې، چې له پورته لارښوونو سره سم روژه ونیول شي او له شیطاني خویونو څخه ځانونه وساتو، نو طبعي ده چې د جرایم او جنایاتو کچه به ډېره راټیټېږي او د وګړیو ترمنځ د سولې، رښتیا او امانت روحیه پیاوړې کېږي او په ښو کارونو کې به یو له بل سره سیالي کوي، یعنې د ټولنې د غړیو ترمنځ به په تقوا او نیکیو کې سيالي وي، نه په فجور او خرابو کارونو کې.
روغتیایي ګټې: په نه خوړو کې د هاضمې سیسټم استراحت کوي، چې په دې توګه بدن تندرست کېږي، نو ځکه پیغمبر ص وایي روژه ونیسئ، چې روغتیا ومومئ.
ډاکټر الکسیس چې د رګونو په پیوند کې یې د نوبل جایزه اخیستې وایي: “د روژهتي انسان د وینې قند رالوېږي، تر پوټکې لاندې وازې دي او د عضلاتو او غدو پروتین یې مصرفېږي او د ځیګر حجرې یې ازادېږي.”
همداسې زیاتوي: “ټولو ادیانو پر روژهنیونې ټینګار کړی. په روژه کې لومړۍ لوږه او کله یو ډول عصبي تحریک او بیا ضعف احساسېږي، خو په عین حال کې یو ډول پټ کیفیت، چې خورا مهم دی، په فعالیت پیل کوي او بالاخره د بدن ټول غړي د دننني چاپیریال او زړه د تعادل ساتلو لپاره خپله زېرمه میدان ته راباسي او په دې توګه روژه د بدن د ټولو غړیو د مینځلو سبب ګرځي.”
ډاکټر تومانیانس د روژې د ګټې په هکله وایي: “روژه د تندرستۍ او ښې روغتيا غوره لاره ده چې په دې اړه یې د زور او نوي طب پام را اړولی.
هغه ناروغي چې د هاضمې په تېره بیا د پښتورګي او ځیګر د خرابي سبب کېږي، نو په درملو چې نه رغېږي، په روژه رغېدلای شي.
همدا راز په روژه د هاضمې خرابوالی له منځه ځي.
ځیګر د زیات فعالیت له امله ستړي کېږي او له وینې څخه صفرا نشي اخیستلای، نو ځیګر په یوې خاصې ناروغۍ اخته کېږي، چې دا ناروغي د روژې نیولو له لارې جوړېدای شي.”
ډاکټر(الکسي سوفورین) لیکي: “…په دې لاندې ناروغیو کې روژه رغنده رول لري.
د وينې کموالي ناروغۍ، د کولمو ضعف، ساده او مزمن التهاب، روماتېزم، نقرس، و پوټکې رژېدل، د سترګي ناروغي، جلدي ناروغي، د پښتورګي او ځیګر ناروغي.“