تاسې کولای شئ چې خپل د پرمختګ لپاره د ځینو کارو مسوولیت خپل په غاړه واخلئ.
خپله له ځانه وپوښتئ چې ولې تحصیل کوئ؟ د نورو غوښتنې او خوبونو په رښتیا کول ښایي ستاسې د تحصیل یو دلیل وي، خو که د رښتیا غواړئ چې خپل د تحصیل مسوول واوسئ نو تر دې نه قوي دلایل ځانته ولرئ.
نورو ته دا اجازه مه ورکوئ چې ستاسو د تحصیلاتو لپاره پرېکړه وکړي: که تاسو تل د نورو په خوښه تحصیل یا هر څه چې وي ترسره کړئ نو نشئ کولای چې خپل اصلي غوښتنې ته ورسېږئ، نو همدې لپاره خپل په خوښه خپل تحصیلات مخته یوسئ او هغه لپاره ښه هڅه وکړئ.
خپله کاري کړنلاره مو ورته منظمه کړئ: وروسته له دې چې مو خپل درس ته پیل وکړ او خپل د خوښي برخه مو وټاکله نو بیا تاسو خپله پوهېږئ او پرېکړه کوئ چې کوم څه څنګه او څه وخت کې کولای شئ ورته لاسرسئ ولرئ.
خپل ځان وڅېړئ: نور وګړي ښایي په مناسب وخت کې ستاسې کار به وڅېړي، خو دا کار باید تاسو لپاره خنډ جوړ نه کړي کله چې مو زده کړه وکړه نو د نورو نه مخکې خپل د ځان څېړنه وکړئ، د نورو وګرو څېړنه دومره ګټوره نه وي لکه ستاسو خپل.
خپل ځان لپاره د څېړنې معیار وټاکئ: که دا کار تاسې ترسره کړئ نو د نورو څېړنې ته به اړتیا پیدا نکړئ.
خپلې موخې مشخصې کړئ: کله چې مو موخې وټاکل د هغه لپاره تر نورو ډېره هڅه وکړئ او دا تاسو سره مرسته کوي چې څه او څه وخت ښه زده کړه کوئ، موخه لرل ستاسې د ژوند لاره ټاکي چې څه وکړئ او څه نه.
خپل د زده کړې سرچینې پیدا کړئ: مثلا کوم کتابونه مو زده کړې ته ګټور دي یا هم ملګري مو که هغه درسي مواد ولري تاسې هم ورنه استفاده کولای شئ نو په هر ډول چې وي باید تاسو یې ترلاسه کړئ.
د ټولو نیوکو څخه تر یوه حده ښه ګټه واخلئ: کله چې څېړل شوي کارونه بیرته تاسو ته سپارل کیږي که تاسو ته کمې نمرې درکړي وي یا یې نیوکه کړې وي نو تاسو زر مه زړه توری کیږئ د هغه نظریاتو څخه ګټه واخلئ او مثبت فکر وکړئ.
په منظمه ډول خپله برنامه یا پلان د شرایطو سره برابر کړئ: هر کار چې غواړئ ترسره کړئ د هغه لپاره منظم پلان جوړ کړئ او وخت وټاکئ او په ترتیب ترسره کړئ.
خپل تحصیلي فعالیت خپل اړوند وبولی: دا چې څنګه غواړئ تحصیل کوئ خپله پرېکړه وکړئ باید ځانته دلیل ولرئ چې څه وخت پیلوئ او څه وخت پای ته رسوئ او ولې په دې درس ویلو بوخت یاست د دې ټولو دلیلونه باید تاسې سره وي.