په روژه کې د یخو اوبو څښلو زیانونه؛د هاضمي او دفاعي سیسټم زیانمنوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 

یخې اوبه، په ځانګړي ډول روژه کې د تندې ماتولو تر ټولو غوره وسیله ګڼل کېږي،خو ایا کله مو هم فکر کړی چې روژه کې د یخو اوبو څښل، ستاسې بدن او روغتیا ته بې شمېره زیانونه لري؟

دلته مو له ځينو هغو لاملونو سره چې له امله يي باید روژه کې یخې اوبه ونه څښل شي، اشنا کوو:

۱. د هاضمې سیستم اغېزمنوي

روژه کې د يخو اوبه څښل د وینې رګونو تنګولو سره د خوړو د هضم د پروسې مخه نیسي. په دې ډول د خوړو د هضمولو پروسه ورو او زیات وخت نیسي. کله چې خواړه په سمه توګه هضم نشي، ګټور مواد يي بدن کې نه جذبېږي.

۲. یخې اوبه د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي

له روژه ماتې وروسته یخې اوبه څښل د دې لامل کېږي چې خواړه بدن کې له اندازې زیات بلغم تولید کړي. دغه اضافي تولید شوی بلغم د بدن د دفاعي سیسټم فعالیت کموي، چې پایله کې يي انسان په ډېره اسانۍ سره په بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې توګه زکام اخته کېږي.

۳. روغتیايي حالت ناوړه کوي

د European Society of Pediatric Allergy and Immunology د څېړنې پر بنسټ، یخې اوبه په روژه تيانو کې د ساه‌لنډۍ ستونزه زیاتوي.

یوې بلې څېړنې ثابته کړې چې ۷٫۶ سلنه ګډونوال روژه کې د یخو اوبو څښلو څخه وروسته د سر په درد اخته شول.

۴. د ستونی درد لامل ګرځي

روژه کې یخې اوبه څښل د ستونی د خرابېدلو خطر زیاتوي. یخې اوبه د ستوني هغه برخه چې د ستونې له بېلابېلو ناروغیو څخه ژغورلو کې مرسته کوي، د بلغم یوې طبقې جوړولو سره يي د فعالیت مخه نیسي.