د قابله‌ګانو (پرستار) نړیواله ورځ؛ په اړه یې لنډ معلومات دلته ولولئ…

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

قابله یا پرستار د غوښتونکې یا غمخوار پر مانا ده او په لاتین کې تغذیه او روزنې ورکولو ته وايي، نو دېته په پاملرنې سره هر ډول ساتنه چې یو کس یې له بل کس څخه – که څه روغ وي که څه ناروغ – وکړي دېته پرستاري یا قابله‌ګي وایي.
پرستاري یوه د حمایت‌کوونکي حرفه ده چې له یوه ځانګړي قانون څخه پیروي کوي او د هغه ریشه د ناروغ لپاره تر عملي زده‌کړې، مدیریت او څېړنې پورې تړلې ده.
د ۱۸۵۸ پېړی په منځ کې د فلورانس نایتینګل په نامه یوې پرستارې زده‌کړه وکړه او د اوسني پرستاري طریقې اساس یې کېښود. هغه په ۱۸۶۰ کې لومړنۍ د پرستاري مدرسه په سنت توماس روغتون کې جوړه کړه.
او د همدې فلورانس له وخت څخه د پرستارانو دندې پیل شوې. ټولو ناروغانو ساتنه، د خوړو ورکول،پرېمینځل، پاکول دا ټول د پرستارانو مسوولیت وو.
د ویرجینیا هندرسون تعریف، له پرستاري څخه د پرستار یوازینۍ دنده، مرسته او ساتنه له روغ او ناروغو خلکو څخه دی.
هر پرستار باید سمې تجربې او پوهه ولري، چې خپل کار په سمه توګه ترسره کړي. ځکه پرستاري یا قابله‌ګي هم په ټوله کې خپل مسوولیتونه او دندې لري:
۱ – د پاملرنې رول: کوم کار چې ناروغ یې په یوازې توګه نه شي کولای، نو پرستار یا پرستاره ورسره مرسته کوي، چې هغه کار ترسره کړي او ورته پام وکړي، لکه خواړه خوړل او…
۲ – د درملنې رول: که څه هم درملنه د ډاکټرانو دنده ده، خو پرستار هم د ناروغ د وضعیت په لیدلو سره هڅه کوي چې پوه شي کومه ناروغي لري او د نورو اړینو کارونو لپاره یې چمتو کوي او کوم څه چې د روغتیا لپاره یې اړین وي، ترسره کوي یې، چې د ناروغ په حالت کې بدلون راشي.
۳ – د ساتنې رول: له اور، لوېدلو او… څخه د ناروغ ساتنه کوي.
۴ – د زده‌کړې رول: ناروغ ته لارښوونه د پرستار یو له اړینو کارونو څخه دي، لکه د مهمو مواردو په وړاندې پاملرنه، چې باید په کور کې هم هر ناروغ ځان ته سمه پاملرنه وکړي.
۵ – د همغږۍ رول: د ټولو ټیمونو همغږي او خپرونې چمتو کول چې څه باید وکړي او څه ونه کړي او د هر ډول اړخونو لپاره مشوره وکړي، چې کارونه یې په سمه توګه پرمخ لاړ شي.
۶ – د ملاتړ رول: پرستار یا قابله هغه ده چې تر نورو ډېره د ناروغانو سره په اړیکه کې وي او د هغوی پر غوښتنو ښه پوه شي، په همدې دلیل کولای شي، ښه ملاتړکوونکې و اوسي.
پرستاران/ پرستارانې په هرې برخې کې کار کولای شي، لکه روغتون، کلینیکونه، مدرسې، کارخانې، د سالمندانو کور او د مشاورې مرکزونه، چې د ناروغانو د ساتنې لپاره پکې دنده ترسره کوي.
 

1 Comment

  1. Saddened to heard the death of Arif Wazir ( Civil Activists ). My deepest condolences to his family and the PTM followers.May Allah grant him paradise.
    Targeting Pashtun leader in region, is the coward act of enemies and urge Afghan gov to take part in protecting Pashtun leaders

Comments are closed.