د ارواپوهنې له نظره دا ټکي مهم دي !

رنګین تجريدي ډیزاین

د ارواپوهنې له نظره څو اړین ټکي:

تل دا خبرې ذهن کې وساتئ ترڅو په هره برخه کې تاسو سره مرسته وکړي.

ـ کله چې غواړئ له چا سره خبرې وکړئ، فکر مو وي چې د خبرو پر وخت ګیله او شکایت ونه کړئ؛ ځکه ستاسې دا کار په مخامخ لوري منفي اغېزه کوي.

ـ که غواړې نور وګړي د یو رهبر په سترګه تاسې ته وګوري نو هیڅکله د موضوعاتو پر وړاندې په تېزۍ سره چلند مه کوئ؛ ستاسې دا راحته اوسېدل د دې سبب کیږي چې وګړي فکر کوي ته ډېر معلومات لرې او په هر کار کې ډېر مهارتونه لرې.

ـ کوم څوک چې تاسې ته ارزښت درکوي او مینه درسره لري هغه نالیدلی مه نیسئ؛ ځکه یو وخت به مو پام شي چې کله تاسې ستوري شمېرل له میاشتې یا سپوږمۍ څخه بې خبره پاته شولئ.

ـ وګړي هغه څه تل ذهن ته راولي کوم څه چې ستاسې څخه په اول او اخر ځلي لیدلي وي، نو خپل په لومړي او اخیري اغېزه چې پر نورو کوئ ډېر پاملرنه وکړئ.

ـ معمولا کوم انسانان چې د فزیکي اړخه ستړي دي، ډېر ریښتني وي؛ په همدې دلیل کومې خبرې چې نیمه شپه کې کوي، خپل کار باندې اعتراف کوي.

ـ په یوه بحث کې که غواړئ تر ټولو بریالي شئ نو د مخامخ لوري څخه پوښتنه وکړئ، د سوال له پوښتنې سره خلک خپل خالیګاوو ته پام کیږي، یا هم که کومه خلا چې په هغه ځای کې وي ورته پاملرنه کوي.

ـ خپل د موخو په هکله هیڅکله له نورو سره خبرې مه کوئ، ځکه ستاسې مغز د شیمیایي لحاظه ارضا شوې او داسې فکر کوي چې تاسې خپلې موخې ته رسېدلي یاست.

ـ ستاسې سن هیڅکله ستاسې د عقل کچه نشي ټاکلی، کار دې هم ستاسې هوښیاري نشي معلوموی همدارنګه شایعات هم ستاسې اصلیت نشي پټولی.

ـ کله چې مو حالت ښه نه وي او د ناهیلیتوب حس کوئ، پیل په پاکاري وکړئ، دا کار ستاسي له رواني اړخه ارامتیا بخښي.

ـ هیڅکله هڅه مه کوئ چې له ځانه ټوله خوشاله وساتئ، هغه څوک چې هڅه کوي له ځانه ټوله راضي وساتي په اخیره کې د یوازیتوب احساس کوي.

ـ په ډېري وختونو کې که یو څوک په ژړا پیل وکړي، که لومړۍ ښې سترګې څخه اوښکه راغله د خوشحالی نښه ده، که د کیڼ اړخ څخه اوښکه راغله د درد نښه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.