بهرنیو چارو وزارت: له هند سره دې له تګ راتګ ډډه وشي

بهرنیو چارو وزارت له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دا چې په هند کې د کرونا درېیمه څپه روانه ده او په دغه هېواد کې یې ناورین رامنځ ته کړی نو افغان وګړو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې له بهره هېواد ته راتلونکی هر وګړی باید له ځان سره د کرونا د ټېسټ منفي پایله ولري.

د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تازه د عامې روغتیا وزارت د کرونا د درېیمې څپې د راتګ له امله د ځينو محدودیتونو د لګولو پر اړتیا خبرې کړې وې.

له دې ډلې یې له هند، پاکستان او ایران سره د سفرونو د بندیز غوښتنه هم کړې وه.

تېره ورځ هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي رسنیو ته ویلي چې دغه هیواد کې د کرونا وبا له امله تر دې دمه دیرش تنه افغانان مړه شوي دي.

نوموړي له هیوادوالو غوښتنه کړې او ویلي یې که ډیره جدي اړتیا نه وي هندوستان ته اوسمهال له سفر کولو ډډه وکړئ.

په هند کې له څو ورځو راهیسې کرونا ویروس په تېزۍ خپرېږي او په هرو ۲۴ ساعتونو کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې هم ۳۴۹ زره او ۶۹۱ مثبتې پېښې ثبت او ۷۶۷ تنه مړه کړي دي.

دا د کرونا ویروس دویمه او درېیمه څپه ده، چې اوس مهال په هند، پاکستان او ایران کې په خورا تېزۍ خپرېږي.