د افغانانو لۀ لوري وخت ته ارزښت نۀ ورکول

لومړی به د وخت په ارزښت باندې وغږېږو، وخت داسې شتمني ده، چې ارزښت يې د سرو زرو په څېر دی او که په نړۍ کې د هر قېمتي شي سره يې پرتله کړو، هغه که ياقوت، الماس يا طلا وي، نو د وخت ارزښت به ترې ډېر وي.

وخت: د ساعت د عقربې په شان دى چې تل په حرکت کې وي او هره دقيقه يا ثانيه چې تېرېږي، زموږ له وخت څخه کمېږي. انسان يو ټولنيز موجود دی او الله (ج) ته په مخلوقاتو کې انسان با ارزښته دی، ځکه چې په ټولو مخلوقاتو کې يوازې انسان دی، چې د وخت په ارزښت پوهېږي. انسان چې کله پيدا شي د ژوند کولو وخت يې پيل شي او تر مرګه،چې دی ژوندی وي دا د انسان ژوند دی. انسان يو راحت طلبه موجود دی، تل غواړي چې له نورو انسانانو سره نږدې پاتې شي او له هغوی سره په اړيکه کې وي او په هغه څه باندې بوخت وي چې ستونزمن نه وي او خواري و نه غواړي، ځکه خو خپله له مسووليت څخه تېښته کوي او وخت بې ځايه ضايع کوي. د انسان وخت د ده عمر دی، که په ژوند کې ترې سمه ګټه واخيستل شي په دنيا او آخرت کې د ده د برياليتوب او نېکمرغۍ لامل ګرځي، خو ځينې خلک يې پروا نه لري په عبث او چټياتو يې تېروي. وخت تل د بدلون په حال کې دی. يو انسان چې کله ماشوم وي ورو ورو لويېږي او بيا ځوان شي بېرته ماشوم کېدای نه شي او له ځوانۍ وروسته چې د زړښت دوره ده، بيا زوړ شي، که څوک وغواړي چې بېرته ځوان شي، نو نه ځوانېږي. له همدې معلومېږي، چې وخت په يو حالت کې نه وي، د تېرېدو په حال کې دی، که سر له اوسه ورڅخه ګټه واخلو وروسته به له پښېمانتيا څخه وژغورل شو. وخت د علم، تحصيل، پيسو ګټلو، د ښه ژوند او روغتيا برابرولو لپاره د دنيايي او اخروي ګټو د لاسته راوړلولپاره لويه سرمايه ده، نو هغه وخت يې په ارزښت پوهېږو چې سمه ګټه ترې واخلو. په ژوند کې اکثره کسان موخې لري، هغه څوک چې موخه لري د وخت په اساس کار کوي. هغه کسان چې د وخت په ارزښت پوهېږي بريالي دي. ځينې کسان د ژوند لپاره اوږده پلانونه لري، خو د الله تعالی د پلان او ارادې په فکر کې نه دي. الله تعالى ، چې په تقدير کې د راتلونکي لپاره څه ليکلي وي هماغه کېږي.

د برياليتوب او پرمختګ له شرطونو څخه يو مهم شرط د وخت قدر کول دي، که موږ خپل وخت په هسې بې ځايه خندا کولو او درس نه ويلو تېر کړو بيا به هومره وخت نه وي پاتې، چې بېرته يې له سره جوړ کړو، ځکه چې که يو ځل وخت له لاسه وركړو بېرته نه راګرځي او که تل د تېر وخت په اړه فکر وکړو او اوسنى وخت هېر کړو، نو نه بريالي کېږو. وخت يوه داسې ارزښتناکه مرغلره ده، چې که څوک يې په ارزښت پوه شي او ګټه ورڅخه واخلي، نو انسان سترو سترو مقامونو ته رسوي، موږ بايد د حال په فکر کې شو او د يو حسابي انسان په ډول ژوند وکړو، له ځان سره د هر څه په هکله حساب وکړو او د خپل هر مسووليت پر وړاندې بې پروا نه شو. خپله ګټه او تاوان هره ورځ محاسبه کړو، چې بايد د ګټې پله مو د تاوان په پرتله درنده وي. په يو حديث شريف کې راغلي ، چې (( د قيامت په ورځ به انسان يو قدم نه شي اخيستلى، چې د پنځو خبرو ځواب ورنه کړي او په هغو کې دوو پوښتنو ته چې د عمر په هکله دي، يو دا چې عمر دې په څه کې تېر کړ او بل دا چې ځواني دې په څه کې تېره کړه.)) همدا راز نامتو فيلسوف ارسطو د وخت د ارزښت په اړه داسې وايي: ((وخت د الله (ج) يو امانت، ضايع کول يې خيانت دی.))
له وخت څخه بايد ګټه واخلو ، ځکه چې وخت نه راګرځول کېږي. که را ګرځول کېدای شواى، ارزښت به يې دومره ډېر نه واې لکه اوس چې څومره ارزښت لري.

وخت که يو ځل له لاسه لاړ بيا يې په مخه ښه. وخت داسې دی لکه اوبه چې په وياله کې هرې خواته روانې وي، هماغسې ځي او بېرته نه راګرځي له خلکو څخه مې اورېدلي ، چې وايي: نن دا کار نه کوم سبا به يې وکړم. بايد چې د نن کار سبا ته پرې نږدو، ځکه هغه وخت چې نن لرو کېدای شي سبا يې ونه لرو. تېر شوى او له لاسه تللى وخت هېڅکله بېرته نه راګرځي. يو منظم ورځنى مهالوېش بايد ولرو، چې کار، مطالعه او تفريح په خپل وخت ترسره کړو. هر کار چې ترسره کوو يو ځانګړى وخت بايد ورته وټاکو او په خپل ټاکلي وخت يې ترسره کړو، داسې بايد ونه شي چې د مطالعې وخت هم په تفريح کې تېر کړو. جليل القدر صحابي عبدالله بن مسعود (رض) فرمايلي دي:
)) زه به هېڅ څه دومره نه يم پښېمانه شوى، څومره چې په هغې ورځ پېښمانه يم، چې لمر ولويد او زما عمر په کې کم شو او عمل مې په کې زيات نه شو. د وخت د ارزښت په اړه ګڼ شمېر آيتونه او حديثونه راغلي دي. الله تعالی د قرآنکريم په ډېرو ځايونو کې د وخت په اړه قسم کړى ، چې يو له هغو څخه العصر سوره ده. الله تعالی فرمايلى ، ژباړه: (( قسم دی په وخت، چې د انسانانو د ژوند پانګه ده، چې انسان خامخا په تاوان کې دى.)) زموږ په ټولنه کې د وخت د ضايع کولو لاملونه ‌ډېر دي، يو لامل يې دا دی چې کتابونه ډېر دي او مطالعه کمه ده، ورو ورو د سواد کچه راټيټېږي او خلک د ناپوهۍ په تيارو کې ژوند کوي ، خو که خپل ورځنى ژوند له ځان سره محاسبه کړو، په دې به پوه شو، چې موږ څومره وخت بې ځايه تېروو. د وخت د ضايع کولو لاملونه ډېر دي لكه فيسبوک، واټسپ، مسنجر، ګيمونه دا ټول هغه څه دي چې زموږ وخت بېځايه ضايع کوي او د دې ترڅنګ په کارونو کې مشوره نه کول، پوښتنه نه کول، منظم مهالوېش نه درلودل او داسې نور لاملونه کېدای شي چې د وخت د ضايع کولو لامل شي. وخت نه پلورل کېږي ، چې څوک يې د ځان لپاره واخلي او نه اخيستل کېږي.که اخيستل کېدای، نو شتمنو به د ځان لپاره اخيستى واى او هرچا به خپل ارزښتمن وخت ضايع کولی بيا به يې د ځان لپاره اخيستى، شپې او ورځې به تېرې شي، خو انسان يې په ارزښت نه پوهېږي او په غفلت کې يې تېرې کړي. د وخت پېژندونکي مخکي له دې چې ويده شي د سبا ورځې لپاره پلان جوړوي بيا د خوب ځای ته ځي او ويده کېږي.

رحمان بابا وايي:
له و رخ تېرې اوبه بېرته نه جار وځي
نه جار وځي تېر ساعت پـه بېرته بيا
تېر ساعت په مثال مړى د لحد دى
مړى چا دى ژوندى کړى پـه ژړا

اړتيا ده ،چې له وخت څخه ښه ګټه واخلو. د دې لپاره چې د الله (ج)رضا لاس ته راوړو او هم د ټولنې لپاره خدمت وکړو، چې وروسته پښېمانه نه شواو په دنيا او آخرت کې بريالي واوسو. دا چې وخت دالله تعالی لوی نعمت دی او موږ ته يې د امانت په توګه راکړى، نو راځئ په دې امانت کې خيانت ونه کړو.
وږمه ((ايوبي)) د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې
د درېيم کال محصلهد وخت ارزښت
د وخت د ضايع کولو لاملونه کوم دي؟ آيا وخت راګرځول کېږي؟ وخت داسې سرمايه ده، چې ارزښت يې د سرو زرو په شان دی او که په نړۍ کې د هر قېمتي شي سره يې پرتله کړو، هغه که ياقوت، الماس يا طلا وي، نو د وخت ارزښت به ترې ډېروي.

وخت: د ساعت د عقربې په شان دى چې تل په حرکت کې وي او هره د قيقه يا ثانيه چې تېرېږي، زموږ له وخت څخه کمېږي. انسان يو ټولنيز موجود دی او الله (ج) ته په مخلوقاتو کې انسان با ارزښته دی، ځکه چې په ټولو مخلوقاتو کې يوازې انسان دی، چې د وخت په ارزښت پوهېږي. انسان چې کله پيدا شي د ژوند کولو وخت يې پيل شي او تر مرګه،چې دی ژوندی وي دا د انسان ژوند دی. انسان يو راحت طلبه موجود دی، تل غواړي چې له نورو انسانانو سره نږدې پاتې شي او له هغوی سره په اړيکه کې وي او په هغه څه باندې بوخت وي چې ستونزمن نه وي او خواري و نه غواړي، ځکه خو خپله له مسووليت څخه تېښته کوي او وخت بې ځايه ضايع کوي. د انسان وخت د ده عمر دی، که په ژوند کې ترې سمه ګټه واخيستل شي په دنيا او آخرت کې دده د برياليتوب او نېکمرغۍ لامل ګرځي، خو ځينې خلک يې پروا نه لري په عبث او چټياتو يې تېروي. وخت تل د بدلون په حال کې دی. يو انسان چې کله ماشوم وي ورو ورولويېږي او بيا ځوان شي بېرته ماشوم کېدای نه شي او له ځوانۍ وروسته چې د زړښت دوره ده، بيا زوړ شي، که څوک وغواړي چې بېرته ځوان شي، نو نه ځوانېږي. له همدې معلومېږي، چې وخت په يو حالت کې نه وي، د تېرېدو په حال کې دی، که سر له اوسه ورڅخه ګټه واخلو وروسته به له پښېمانتيا څخه وژغورل شو.وخت د علم، تحصيل، پيسو ګټلو، د ښه ژوند او روغتيا برابرولو لپاره د دنيايي او اخروي ګټو د لاسته راوړلولپاره لويه سرمايه ده، نو هغه وخت يې په ارزښت پوهېږو چې سمه ګټه ترې واخلو. په ژوند کې اکثره کسان موخې لري، هغه څوک چې موخه لري د وخت په اساس کار کوي. هغه کسان چې د وخت په ارزښت پوهېږي بريالي دي. ځينې کسان د ژوند لپاره اوږده پلانونه لري، خو د الله تعالی د پلان او ارادې په فکر کې نه دي. الله تعالى ، چې په تقدير کې د راتلونکي لپاره څه ليکلي وي هماغه کېږي. د برياليتوب او پرمختګ له شرطونو څخه يو مهم شرط د وخت قدرکول دي، که موږ خپل وخت په هسې بې ځايه خنداکولو او درس نه ويلو تېر کړو بيا به هومره وخت نه وي پاتې، چې بېرته يې له سره جوړکړو، ځکه چې که يو ځل وخت له لاسه وركړو بېرته نه راګرځي او که تل د تېر وخت په اړه فکر وکړو او اوسنى وخت هېر کړو، نو نه بريالي کېږو. وخت يوه داسې ارزښتناکه مرغلره ده، چې که څوک يې په ارزښت پوه شي او ګټه ورڅخه واخلي، نو انسان سترو سترو مقامونو ته رسوي، موږ بايد د حال په فکر کې شو او د يوحسابي انسان په ډول ژوند وکړو، له ځان سره د هر څه په هکله حساب وکړو او د خپل هر مسووليت پر وړاندې بې پروا نه شو. خپله ګټه او تاوان هره ورځ محاسبه کړو، چې بايد د ګټې پله مو د تاوان په پرتله درنده وي. په يو حديث شريف کې راغلي ، چې (( د قيامت په ورځ به انسان يو قدم نه شي اخيستلى،چې د پنځو خبرو ځواب ورنه کړي او په هغو کې دوو پوښتنو ته چې د عمر په هکله دي، يو دا چې عمر دې په څه کې تېر کړاو بل دا چې ځواني دې په څه کې تېره کړه.)) همدا راز نامتو فيلسوف ارسطو د وخت د ارزښت په اړه داسې وايي: ((وخت د الله (ج) يوامانت ضايع کول يې خيانت دی.))
له وخت څخه بايد ګټه واخلو ، ځکه چې وخت نه راګرځول کېږي. که را ګرځول کېدای شواى، ارزښت به يې دومره ډېر نه واې لکه اوس چې څومره ارزښت لري. وخت که يوځل له لاسه لاړ بيا يې په مخه ښه. وخت داسې دی لکه اوبه چې په وياله کې هرې خواته روانې وي، هماغسې ځي او بېرته نه راګرځي له خلکو څخه مې اورېدلي ، چې وايي: نن دا کار نه کوم سبا به يې وکړم. بايد چې د نن کار سبا ته پرې نږدو، ځکه هغه وخت چې نن لرو کېدای شي سبا يې ونه لرو. تېر شوى او له لاسه تللى وخت هېڅکله بېرته نه راګرځي. يو منظم ورځنى مهالوېش بايد ولرو، چې کار، مطالعه او تفريح په خپل وخت ترسره کړو. هر کار چې ترسره کوو يو ځانګړى وخت بايد ورته و ټاکو او په خپل ټاکلي وخت يې ترسره کړو، داسې بايد ونه شي چې د مطالعې وخت هم په تفريح کې تېرکړو. جليل القدر صحابي عبدالله بن مسعود (رض) فرمايلي دي:
)) زه به هېڅ څه دومره نه يم پښېمانه شوى، څومره چې په هغې ورځ پېښمانه يم، چې لمر ولويد او زما عمر په کې کم شو اوعمل مې په کې زيات نه شو. د وخت د ارزښت په اړه ګڼ شمېر آيتونه او حديثونه راغلي دي. الله تعالی د قرآنکريم په ډېروځايونو کې د وخت په اړه قسم کړى ، چې يو له هغو څخه العصر سوره ده. الله تعالی فرمايلى ، ژباړه: (( قسم دی په وخت، چې د انسانانو د ژوند پانګه ده، چې انسان خامخا په تاوان کې دى.)) زموږ په ټولنه کې د وخت د ضايع کولو لاملونه ‌ډېر دي، يو لامل يې دا دی چې کتابونه ډېر دي او مطالعه کمه ده، ورو ورو د سواد کچه راټيټېږي او خلک د ناپوهۍ په تياروکې ژوند کوي ، خو که خپل ورځنى ژوند له ځان سره محاسبه کړو، په دې به پوه شو، چې موږ څومره وخت بې ځايه تېروو. د وخت د ضايع کولو لاملونه ډېر دي لكه فيسبوک، واټسپ، مسنجر، ګيمونه دا ټول هغه څه دي چې زموږ وخت بېځايه ضايع کوي او د دې ترڅنګ په کارونو کې مشوره نه کول، پوښتنه نه کول، منظم مهالوېش نه درلودل او داسې نور لاملونه کېدای شي چې د وخت د ضايع کولو لامل شي. وخت نه پلورل کېږي ، چې څوک يې د ځان لپاره واخلي او نه اخيستل کېږي.که اخيستل کېدای، نو شتمنو به د ځان لپاره اخيستى واى او هرچا به خپل ارزښتمن وخت ضايع کولی بيا به يې د ځان لپاره اخيستى، شپې او ورځې به تېرې شي، خو انسان يې په ارزښت نه پوهېږي او په غفلت کې يې تېرې کړي. د وخت پېژندونکي مخکي له دې چې ويده شي د سبا ورځې لپاره پلان جوړوي بيا د خوب ځای ته ځي او ويده کېږي.

د وخت په ارزښت ډېر وغږيدو، اوس به اصلي موضوع ته راشو، موږ افغانان که ځينې کتابي او تاريخي وياړونه لرو؛ نو تر څنګ يې داسې ټکي هم راپکې شته چې بايد سرونه پرې ښکته کړو، سره له دې چې دې ډول ټکيو ته زه، تاسې او هغه بل ټول په ښه سترګه نه ګورو، په خولو يې بد ګڼو؛ خو عمل ته مو ملا ماته ده، له نورو هغو حساسو ټکو يادولو تېرېږو، خو يو هغه ټکى چې په موږ او تاسې کې ډېر بد دى؛ هغه وخت ته ارزښت نه ورکول او په لوى لاس وخت او شېبې وژل دي، موږ هر يو هره ورځ او شپه کې ساعتونه ساعتونه هسې بېهوده او بېځايه وژنو، ګټه ترې نه اخلو. دا چې وخت راته ارزښت نه لري؛ نو ژوند مو منظم مهالوېش هم نه لري او چې ژوند مو منظم مهالوېش نه لري؛ نو هېڅ يو کار مو پر خپل وخت او نېټه نه تر سره کېږي، په هر نن کې د پرون او هغه بل پرون کارونه کوو، په هر نوي کال کې د زاړه کال د پلانونو او بوديجو په وړاندې وروسته کولو تېروو، په دولتي کچه مو په وزارتونو، ولايتونو او رياستونو کې همدا حال دى، په فردي کچه مو په هره کورنۍ کې همدا حال دى او هر فرد په ځاني لحاظ هم همدې سودا په مخه کړى دى.

تېره اوونۍ زموږ په دفتر کې د ژورناليستانو لپاره يو ورکشاپ و، ژورناليستانو ته د ورکشاپ د پيل نېټه اته نيمې بجې اعلان شوې وه، خو زياتره يې تر نهو هم نه معلومېدل، د ورکشاپ پر مخ وړونکى تور و شين کېده چې داسې ولې کېږي، هغه ژورناليستان چې له نهو بجو ناوخته راغلل، که څه هم د ورکشاپ پر مخ وړونکي له خوا په سختو خبرو تهديد شول؛ خو اصلي خبره دا ده چې دا يوازې د دغو ژورناليستانو ستونزه نه وه، په افغانستان کې ټول رسمي او نارسمي پروګرامونه همداسې په اتو بجو اعلانېږي؛ خو په لسو پيلېږي، موږ او تاسې چې خپلو دوستانو ته د واده بلنليکونه هم ليکو، که د ماښام ډوډۍ ته څوک راغواړو، نو وخت په کې د مازيګر څلور بجې ليکو او که د غرمې ډوډۍ ته يې راغواړو نو د سهار لس بجې، له دې نه هم معلومېږي چې موږ او تاسې هر وخت دوه ساعته وخت وژلو باندې عادت يوو او دا کار خامخا کوو.

د انګلستان يو مشهور شخصيت نلسن خبره ده چې وايي: ((زما د پرمختګ ستر راز په دې كې دى، چې هر كار ته له كار څخه ۱۵ دقيقې وړاندې تيار وم))؛ خو موږ نه يوازې دا چې مخکې نه يو تيار، بلکې دوه ساعتونه وروسته ايله تيارېږو، د يو قوم په توګه دا زموږ تر ټولو لويه بدبختي ده او زموږ د وروسته پاتې والي يو غټ لامل همدا دى چې موږ د وخت په قدر نه پوهېږو او خپل وختونه بېځايه تېروو.

يو مهال د واشنګټن مرستيال دفتر ته لږ څه ناوخته راځي، واشنګټن ترې پوښتي، چې وروره! ولې ناوخته راغلې؟ مرستيال ځواب وركوي، چې ساعت مې لږ وروسته و، واشنګټن په غوسه ورته وايي: يا ځانته د بل ساعت غم وكړه او يا به زه د بل مرستيال غم وكړم..

د کومو قومونو مشرانو چې وخت ته ارزښت ورکړى دى، له ثانيې او دقيقې يې ګټه پورته کړې ده، ساعتونه او ورځې يې بېکاره نه دي تېرې کړي؛ هغوى اوس پر نړۍ راج چلوي او له نړيوالو باج اخلي، هغوى اوس يو څوک دي، هغوى هر څه لري؛ خو په مقابل کې يې موږ چې هر وخت مو هم مشرانو او هم موږ وخت ته په کمه سترګه کتلي دي، هېڅ هم نه لرو. تاسې ټولو به د وخت په اړه بحثونو کې له بهرنيانو څخه د آن ټايم او افغان ټايم خبره اصطلاح اورېدلي وي، که ستاسې له کوم بهرني سره په کوم دفتر کې ليدنه وي، هغوى له تاسې څخه غوښتنه کوي چې پر آن ټايم يانې هماغه خپل وخت ورته حاضر شئ او پر افغان ټايم يانې له ټاکلي وخته دوه يا درې ساعته وروسته ستاسې له ورتګ څخه بښنه غواړي، دا ځکه چې هغوى په خپل مهالوېش کې ستا لپاره هماغه ساعت ټاکلى وي او په نورو ورسته ساعتونو کې خپل نور کارونه کوي.

موږ پښتانه په خپلو کې د وخت د ارزښت په اړه متل هم لرو چې ((وخت لکه سره زر دى)) خو خداى خبر چې بيا هم ولې دغه سره زر سره زر نه ګڼو او ارزښت نه ورکوو. موږ نه يوازې خپلو وختونو ته ارزښت نه ورکوو، بلکې د نورو خلکو وختونه هم راته بې ارزښته ښکاري، ګنې تاسې خپله سوچ وکړئ چې هره ورځ په ټليفون، فيسبوک او مسينجر کې د چټ له لارې خپل او د نورو څومره وختونه وژنو؟؟

وروستي مطالب