- ژباړه: عطا محمد میاخېل
آیا کله چې خلک له درڅخه پوښتنه کوي، چې غواړئ څه کاره شئ، نو په اروایي فشار اخته کېږئ، ځکه په خپله یې هم پر ځواب نه پوهېږئ؟ ښه خبره دا ده، چې دا موضوع په بشپړه توګه طبیعي ده. ډېری کسان د ښوونځي له پای ته رسېدو وروسته او کله چې په پوهنتون کې زدهکړې کوي، لا یې هم تصمیم نه وي نیولی، چې له کومې دندې سره مینه لري.
د ګالپ په نامه د امریکا د احصایوي ادارې د وروستۍ بررسۍ پر بنست، ۶۰ سلنه لویان د دندې او کار د بدلون په لټه کې دي، نو په دې اړه فکر کول، چې نه پوهېږئ، غواړئ څه دنده ولرئ یا حتا اړتیا لرئ خپلې دندې ته بدلون ورکړئ، خو نه پوهېږئ، چې باید څه وکړئ، ناعادي نه دی.
البته پر دې پوهېدل چې د دندې بدلون شونی او حتا کله وخت ترې ډډه نه شي کېدای، په یوازې توګه بسنه نه کوي، بلکې باید پر دې پوه شئ، کله چې د دندې بدلون ته چمتو یاست، کوم کار یا مسلک ستاسو لپاره مناسب دی.
نو څنګه کولای شئ، په یوې بې ګټې دنده کې له را ګیرېدلو څخه مخنیوی وکړئ؟ او د هغو ټولو دندهییزو فرصتونو له منځه، چې شته، څنګه پوهېدای شئ چې کوم اوږد مسلکي تګلوری ستاسو لپاره مناسب دی؟
په دې لیکنه کې په ۶ تګلارو باندې رڼا اچوو، چې مرسته درسره کوي د خپلې خوښې دنده پیدا کړئ او له ستونزو سره لاس و ګرېوان نه شئ.
څنګه پوه شئ، له کوم کارسره مینه لرئ، چې ترسره یې کړئ:
ـــ له خپلو پیاوړو ټکو سره پرمخ لاړ شئ.
ـــ خپل تېر وارزوئ، چې له کوم بندښت سره مخ نه شئ (تېرې تېروتنې مه تکراروئ).
ـــ له خلکو سره خبرې وکړئ، چې خپله د خوبونو دنده پیدا کړئ.
ـــ ښوونیزو صنفونو ته لاړ شئ.
ـــ خپل د خوښې وړ دندهییز چاپېریال په پام کې ونیسئ.
ـــ داسې یو کار وکړئ، چې خوشاله کوي مو (حتا که نه پوهېږئ، چې له دندهییز پلوه څه کېږي).
له خپلو پیاوړو ټکو سره پرمخ لاړ شئ
دا چې پوه نه شئ، له کومې دندې سره مینه لرئ، په دې مانا نه ده، چې پوه نه شئ، په کومو څیزونو کې استعداد او وړتیا لرئ یا کوم کارونه ترسره کولای شئ. په خپلو مهارتونو باندې د تمرکز کولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې د خپلو پیاوړو ټکو یو لیست چمتو کړئ، که نه پوهېږئ، چې څه مهارتونه لرئ، له خپل دوست او د باور وړ همکار څخه مو نظر وغواړئ یا د ځانپېژندنې له سرچینو، لکه د مایرزـــ برېګز (Myers-Briggs) د شخصیت له ازمېښت څخه ګټه واخلئ. هغو کارونو ته په پام سره، چې پکې ښه یاست او دا چې څه ډول شخصیتي ټیپ لرئ، له پیاوړو ټکو سره مو د دنده ییز تګلوري لپاره یوه اغېزمنه او متناسبه تګلاره ده.
البته که په کافي اندازه وخت په پام کې ونیسئ او هڅه وکړئ، نو کولای شئ، چې په هر کار کې ښه شئ، خو که چېرې اجازه ورکړئ، چې پیاوړي ټکي مو هغه کار ته سوق کړي، چې باید ترسره یې کړئ؛ ډېر وخت اخلئ او کم ستړي کېږئ، تر دې چې وغواړئ ځان د هغه کار کولو ته اړ کړئ، چې واقعاً ستاسو لپاره مناسب نه دی.
مثلاً ښایي ځان مو باوري کړی وي (یا اجازه مو ورکړي وي، چې نور تاسو قانع کړي) په ریاضیاتو کې استعداد نه لرئ، په دې وخت کې ښایي د وېبسایټ له پراختیا سره مینه ولرئ، خو فکر کوئ، چې استعداد یې نه لرئ، نو هغه لرې کوئ، دا چې اجازه ورکړئ، له مخکې ټاکل شوې آیډیاوې تاسو د دندې له لرلو څخه لرې کړي، آسانه کار دی، خو که چېرې لږ وخت په پام کې ونیسئ، چې خپل پیاوړي ټکي یو ځل بیا وارزوئ، احتمالاً د هغو څیزونو له ناسم اوسېدو څخه، چې نورو ویل، حیرانېږئ.
خپل تېر وارزوئ، چې له کوم بندښت سره مخ نه شئ
که هغه احساس، چې د خپلو تېرو بوختیاوو په اړه مو درلوده، روښانه کړئ، پر دې اساس کولای شئ، هغو ته ورته او یا مخالفو بوختیاوو پسې وګرځئ، نو لاندې پوښتنو ته د هغو ځایونو په اړه، چې هغو کې په کار باندې بوخت وئ، ځواب ورکړئ:
- د هغه ځای په اړه، چې په هغه کې مو کار کاوه، له څه څیز سره ډېره او له څه څیز سره مو کمه مینه درلوده؟
- د هغه کار د ډول په اړه، چې ترسره کاوه مو، څنګه؟
- د خپلو همکارانو په اړه مو څه نظر درلوده؟
- د دندې ننګونکې برخه مو کومه وه؟
- څه وخت ډېر خوشاله وې او په خپل ځان باندې دې ویاړ کاوه؟
- تر ټولو ستره لاسته راوړنه مو څه وه؟
- له کومې یوې دندې سره مو ډېره او دغه راز له کومې یوې سره مو کمه مینه لرله؟
د تېر ارزونه له تاسو سره مرسته کوي، هغه مسایل، چې د دې سبب ګرځي، له خپلې پخوانۍ دندې څخه ناخوښه او ناراضي واوسئ، یو ځل بیا یې وارزوئ. که دویم ځلې ارزونه د دې سبب شي، د هغې دندې منفي ټکي په یاد راوړئ، نو غوره ده چې نور ورپسې لاړ نه شئ، ځکه په دې کار سره، نور کاري فرصتونه، چې تر ډېره درته مناسب دي، له لاسه ورکړئ؛ له دې امله د تېرو دندو ارزونه، ستاسو د خوبونو د دندې د موندلو لپاره کلیدي فکټور ګڼل کېږي، یانې هغه دنده، چې تر بل هر وخته ډېر پکې د خوشالۍ احساس کوئ.
له خلکو سره خبرې وکړئ، چې د خپلو خوبونو دنده پیدا کړئ
له هغو کسانو څخه، چې ستاسو د خوښې وړ برخه کې په کار بوخت دي، پوښتنې وکړئ او نصیحت واورئ.
یوازې د هغو کسانو په مشورو باندې مه راضي کېږئ، چې شخصاً یې پېژنئ، له دندهییزو کنفرانسونو او ورکشاپونو څخه هم مرسته وغواړئ، د هغو کسانو له توضیحاتو، مقالو څخه ګټه واخلئ، کوم چې ستاسو د خوښې وړ دنده ترسره کوي. په انټرنېټ کې یوه ساده پلټنه، د معلوماتو نړۍ ستاسو په واک کې درکوي، نو مخکې تر دې، چې کومه دنده وټاکئ، نو په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې لږ تر لږه په اړه یې یو څه معلومات لرئ.
ښوونیزو صنفونو ته لاړ شئ
له هر رامنځته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخلئ. په انلاین صنفونو او ورکشاپونو کې ګډون وکړئ، کتاب ولولئ او ښوونیزې ویډیوګانې وګورئ.
نن ډېر زیات مهارتونه شتون لري، چې کولای شو زده یې کړو او هر یو مو چې زده کړ، نو د خپلې خوښې وړ دندې ته یو ګام نږدې کېږئ، که په درد مو ونه لګېده، کولای شئ، ترې په بله دنده کې ګټه واخلئ، یا لږ تر لږه، هغې ته د دویمې بوختیا یا دندې په توګه دوام ورکړئ.
خپل د خوښې وړ دندهییز چاپېریال په پام کې ونیسئ
آیا ستاسو د خوښې وړ دنده ایز چاپېریال کې افراد په خپل منځ کې د سیالۍ (رقابت) په حال کې دي یا یو له بل سره همکاري کوي؟ آیا له کاري چاپېریال څخه بهر په خپل منځ کې دوستانه اړیکه لري؟ په ډلهییزه توګه کار کوي او که په انفرادي توګه؟ آیا افراد کولای شي له لرې لارې څخه کار وکړي یا هرومرو باید په کار ځای کې حضور ولري؟ د کار او ژوند ترمنځ توازن څنګه دی؟ تمه کېږي، چې میاشتنۍ معاش څومره وي؟
دا هغه مهمې پوښتنې دي، کله چې په دندې پسې ګرځئ، نو هرومرو یې له ځانه وپوښتئ. که داسې احساس کوئ، چې په ډلهییز کار کې ښې کړنې ترسره کوئ، نو غوره ده، چې په هغې دندې پسې وګرځئ، چې د افرادو ترمنځ د همکارۍ په وسیله رامنځته کېږي، خو که چېرې په یوازې توګه کار کول غوره ګڼئ، نو ښه ده، چې له لرې لارې څخه کار کول یا قرار دادي دنده وټاکئ، که نه پوهېږئ، چې کومه یوه ډېره خوښوئ، نو کولای شئ، دواړه وازمایئ، ترڅو پایلې ته ورسېږئ، مثلاً که اداري کار لرئ او په دفتر کې کار کوئ، نو په اضافي وخت کې لږ د لرې لارې کار وکړئ او وګورئ، چې کوم یو مو ډېر خوښېږي.
هغه کار ترسره کړئ، چې خوشاله کوي مو
د دندې د ټاکلو په اړه دوې بنسټیزې پوښتنې دا دي:
لومړۍ پوښتنه: له کوم کار سره دومره مینه لرئ، چې چمتو یاست، په وړیا توګه یې ترسره کړئ؟
آیا که د دې کار لپاره، تاسو ته پیسې درکړل شي، دا هماغه د خوبونو دنده نه ده؟
دویمه پوښتنه: کوم کار تاسو ډېر زیات خوشاله کوي؟ (نه دا چې کوم کار ډېره زیات ګټه لري)
کله چې موږ ټول اړتیا لرو، دنده ولرو، چې په معاش یې وکولای شو، خپل پورونه ادا کړو او په دوام یې هوسا ژوند جوړ کړو، نو نباید د هغې دندې په لټه کې واوسو چې لوړ اعتبار ولري، چې په نورو باندې ځان دروند کړ، بلکې د اوږد مهالې خوشالۍ لپاره، باید هغه مسلک وټاکو، چې موږ خوشاله کوي او د ودې او زده کړې سبب مو ګرځي.
نو داسې یوه دنده پیدا کړئ، چې واقعاً ورسره مینه لرئ او له غوښتنو او اړتیاوو سره مو سمون لري. ښایي فکر وکړئ، چې نه پوهېږئ، څه غواړئ، خو په لږ زغم او هوډ سره، ډېر ژر ور رسېږئ.