پاکستان په افغانستان کې کوم ډول نظام غواړي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان د تیرې څلويښت کلنې جګړې، ناخوالو او د افغانانو د قتل تر ټولو ستر او اساسي مسوول او عامل (پاکستان) په دومره یوه اوږده موده کې تر اوسه هیڅ داسې ګام نه دی پورته کړی چې لږ تر لږه ترې افغان انسان ته یوه ذره خیر ورسیږي.

ان خیر څه چې ایله یې د نړۍ زبرځواکونو ته لار ورکړې چې پر افغانستان برید وکړي، دا وطن لاندې کړي او هر څه دړې وړې کړي.

د خلقیانو او مجاهدینو ترمنځ له جګړې نیولې تر تالبانو نظام ټینګیدو/ورانیدو پورې او ان تر اوسه د ټولو لوبو اساسي لوبغاړی پاکستان دی، چې یو وخت یې مجاهدین جنګول، بیا یې تالبان راپورته کړل او افغانستان کې یې جګړه ګرمه وساتله.

پاکستان کوم رقم نظام غواړي؟

د پاکستان یوه ډیره اساسي او خلاصه موخه دا ده چې افغانستان کې باید هیڅ داسې نظام جوړ نه شي چې خلک یې وکولی شي، په ازاده ډول سره د نړۍ سیال کیدو ته پورته شي، د زده کړو او بشري حقونو برخمن شي او پیاوړی اقتصادي او نظامي قدرت ولري.

ولې یې نه غواړي؟

له دې امله چې که چیرته په افغانستان کې د یوه داسې ازاد او خپلواک نظام پښې ټینګې شي، چې خلک یې کولی شي نړۍ وګوري او نړۍ وکولی شي افغانستان وګوري، نو دا ډول نظام د پاکستان لپاره د نابودۍ مانا لري.

ځکه داسې یو نظام جوړیدل ددې لپاره لاره هواروي چې بلاخره افغان انسان پر دې پوه شي چې دا نړۍ کې نور خلک د پاکستان په شمول څنګه ژوند کوي او موږ یې څنګه کوو، هغوی څنګه ازادي لري او موږ یې څنګه لرو، هغوی څنګه اقتصاد او قدرت لري او موږ یې څنګه لرو، که دغه مقایسه وشي، نو په ډیره اسانه سره افغان انسان یوه انقلاب ته مخه کوي چې دا انقلاب یې دا دی چې باید اول په خپلو پښو ودریږي، له خپل خورا او بې ساري ستراتیژیک موقعیت کار واخلي او بیا له دې مهم موقعیت نه د پاکستان په شمول د نړۍ له ټولو مداخله کوونکو او زموږ تباه کوونکو سره د اقتصاد له اړخه حساب کتاب وکړي چې دا اوبه نه درپریږدم، ځکه ولې دې وژلی یم، دا لرګي نه در پریږدم، ځکه ولې دې وران کړی یم، دا سوداګریز ګاډي دې نه پریږدم چې منځنۍ اسیا ته ولاړ/تیر راتیر شي، ځکه ولې دې د نړیوالو ځواکونو پښو ته غورځولی یم، دا ډیورنډ نه منم، ځکه ولې دې د جهاد په نامه په اول په مجاهدینو غرق کړم او بیا دې د جهاد په نامه د تالب په نوم ډله باندې چې دواړو ته دې مرکزونه ورکړي، امریکا، قطر، روسې، ایران، چین او ټولې نړۍ ته یې هم لیږې رالیږې؟؟؟؟

ایا د پاکستان غوندې پیاوړو ستراتیژیستانو لرونکی هیواد به دومره احمق وي چې پر دغو پورته پوښتنونه پوهیږي؟؟؟ هغه دا اټکلونه ۵۱ کاله وړاندې کړي او بیا دداسې وضعیت نه راتګ لپاره یې د جهاد نوم عجیبې او غریبې لوبې ډیزاین کړي.

ژوندي مثالونه:

کله چې روسان له افغانستان ووتل، د وخت جمهور رییس ډاکټر نجیب د پاکستان په ملاتړ سبمالو مجاهدینو ته چغې وهلې چې د خدای لپاره راشئ، تاسې دا نظام لاس کې واخلئ، خو سوله وکړئ او د پنجاب په خوښه وطن مه ړنګوئ، اما مجاهدینو ددې پرځای چې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي، لا یې د هغه کمزوري وبلله او بلاخره داخلي جګړو ته یې  لا هوا ورکړه.

اساسي سوال دا دی چې ولې یې داسې وکړل؟ ایا که دوی غوښتل چې افغانستان له روسانو وروسته جوړ اوسي، نو نه یې شول کولی چې مجاهدینو ته یې ویلي وای چې ورشئ، روغ نظام لاس کې واخلئ، جګړه مه کوئ؟ خو پاکستان نه غوښتل، ځکه هغسې کار کې د پاکستان یوه زره ګټه هم نه وه او ددوی ستراتیژیک تباه کوونکی پلان خرابیده. بلاخره یې نظام پرې ړنګ کړ، وطن ټوټک ټوټک شو او د پاکستان د روزل شویو مجاهدینو مشرانو هره یوه ته یو یو ټوک ورسیده، کله چې هر څه تباه شول او نور خلک تنګ شول چې باید یو بدلون راولي، او په خوځښت پيل وکړي، ځکه تاریخي خبره ده چې بدوي (جنګ/ناخوالې) بلاخره د ښه والي سبب کیږي، ځکه خلک بلاخره دې پایلې ته رسیږي.

خو کله چې په دې فکر کې شول، نو دلته پاکستان د خپلې ډیزاین کړې لوبې سره سم یوه بله لوبه را ایله کړه، چې دا یې لا خطرناکه وه او داسې مهال یې دا ګام پورته کړ چې افغانان د خلاصون په لټه کې ول او فکر یې کاوه چې اوس پر ګډه داسې یو تګلوری پيدا کړي چې له دې حالاته ووځي، د پاکستان د پلان دویمه برخه د تالبانو په نوم د یوې ډلې راتګ و، داسې ډله چې هغوی دومره سخت دریځي شروع کړه چې هر څه (اقتصاد، سیاست، تعلیم…) په ټپه ودریدل، هیڅ چا له افغانستان بیرون نړۍ نه شوه لیدای او نړۍ هیڅ افغانستان نه شو لیدای ځکه یې په رسمیت هم نه پيژانده. خو داسې نظام پاکستان غوښته، ځکه په همدې ډول یې کولی شول، لکه مخکې مو چې وویل چې افغانان باید ګیروګان شي او هغه پوښتنې ذهن ته رانه ولي چې پاکستان سره تر حسابه رسیږي، اما دا ډله یې موقته دلته حاکمه کړه، بلاخره د اسامه په نوم په نوې ډیزاین شوې لوبې یې کار شروع شو، چې کله دې ډلې اصلي هدف یعنې پر امریکا نمایشي برید وکړ، نو بیرته یې امریکایانو ته اډې ورکړې او په ضرب د دوه ورځو کې د تالبانو په نوم یو نظام ونړاوه.

یعنې پاکستان د خپل پلان مطابق د افغانستان د نه پورته کیدو بهیر و پلان همداسې ښه روان وساته، خو کله چې نړیوال ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ او افغانانو په سختیو سره لږ تر لږه یې د یوه نظام لپاره بنسټ کیښود، خلک راویښ شول، پوه شول، نړۍ یې ولیده، د پاکستان پر اصلي نیت پوه شول، بلاخره همدا امریکا ته تر پښو تړلې تالب ډله یې بیا راژوندۍ کړه، جګړه یې پرې روانه کړه، له یوه لوري امریکا له هوا او له بل لوري تالب په ځمکه افغان انسان وویشت، ملي شتمنۍ ورانوې شوې او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

اوس چې د لوبې په دې اړخ کې امریکا د وتلو غږ وکړ، د جهاد په نوم د پاکستان پیل شوې جګړه اوس وروسته تر هغې هم روانه ده چې هیڅ بهرنی جګړه کې نشته، دلته ورته ملت و حکومت چغې وهي چې خبرې کوو، خو وايي، په یوه او بله بهانه جګړه تودیږي او هغې ورځې ته ګوري چې د افغانستان نسبتاً په سخته په پښو ولاړ شوی نظام بیرته باید د جهاد او اسلامي نظام په نوم ړنګ کړل شي او بلاخره دا لوبه نوره هم اوږده کړي، څو تر قیامت ورځ پورې له افغانستانه پاکستان ته هیڅ داسې کومه ویره راپیدا نه شي.

پایله اخیستنه

له پورته او عیني واقعیتونو دا پایله اخیستلی شو چې روانه جګړه د پنجاب ډیزاین شوې لوبه ده، والله باالله چې افغانان راویښ نه شي او پر ضد یې اوس ونه دریږي، راتلونکي نسلونه به هم ورته بدبختۍ ته چمتو شي. اوس باید څه وشي؟

په لنډو ټک کې:

۱- افغانان باید د جګړې دواړو اړخونو ته په غوڅ ډول سره ووایي چې یو ډز مو هم راته د منلو نه دی او نه جواز لري.

۲- موږ ددې نظام یوه لوټه هم نه نړوو، خو اصلاح کوو یې، دا لوبه چې دا نړوو او بل سم جوړوو، باید ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي او ورته وویل شي چې همدا سموو.

۳- افغانان باید د اوس په څیر یو نسبتاً پياوړې اردو او نظامي ځواک د پاکستان د روانې لوبې قرباني نه کړي، تالب باید له خپل هغه دریځ په شا شي چې بل نظام جوړوو، اسلامي نظام جوړوو، ګوډاګیان دي او پلانه ده ډینګه ده (!)، باید همدې کې اصلاحات راوستل شي، بیړنی اوربند وشي او بلاخره له پاکستانه پښې سپکې کړل شي.

۴- د افغانستان ځوان قشر باید دا ځل هر هغه څوک چې جګړه کوي، مذاکرات نه کوي او بنسټونه نړۍ یعنې جګړې ته لا هم دوام ورکوي، باید پر ضد یې راپورته شي، هر بل کار پریږدي او په غوڅ اکثریت ملي قیام وکړي او په ټولو ساحو کې عام و تام همدا یوه ناره پورته شي چې یوه ګولۍ فیر هم نه منو او له نن وروسته د وطن یوه ذره ورانول هم ددې وطن تباهي ده.

۵- او وروستی ټکی دا چې که دا ځلې مو هم ځان غلی کړ او ووایو چې زموږ چوپتیا کې به موږ خوندي پاتې شو، نو قسم دی که روغ پاتې شئ، والله چې اور راغی همدا ته به یې قرباني یې او تا او خدای، تالبه، افغان حکومته، ځوانه او افغان ولسه ! دا ځل دا طلسم مات کړئ، راځئ د پاکستان د ۵۱ کلنې ستراتیژیکې لوبې ملا همدلته او په دې نوي تاریخي مرحله کې ماته کړو او بلاخره سره خپلو منځونو کې د جوړجاړي له لارې هر څه اصلاح او د ارام ساه واخلو، نر هغه دی چې جګړې ته نه ووایي او بلاخره راپورته شي. ځکه دا وطن نه د اشرف غني دی او نه د بل، ایله درې کاله وروسته به هغه هم لرې کیږي، خو زه او ته او راتلونکی نسل باید اوس ښه انتخاب وکړو څو د پاکستان د پلان په ماتولو تاریخي ریکارډ جوړ کړو !!!!

 

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.