ژباړه: ملیحه ناصري
عمر بن عبدالعزیز، بن مروان، بن الحکم، بن ابی العاص، بن امیة د امویانو اتم خلیفه (د دویم معاویه په نه شمېرلو سره) او د ځينو سُنیانو لکه ابن اثیر په اند پنځم (ابوبکر، عمر، عثمان، علي، عمر ثاني)خلیفه و. نسب یې تر عمر بن الخطاب رض پورې رسېږي. مور یې د عمر رض لمسۍ، یانې د عاصم لور وه. پلار یې عبدالعزیز بن مروان د بني امیه د قوم له مشرانو څخه و.
د زېږېدو نېټه یې: ۶۱ ل. س. د صفر /۶۸۲ ز د نومبر ۲۶
مړینه: ۱۰۱ ل. س. د رجب ۱۶/ ۷۲۰ز د فبروري ۴
لقب: عمر ثاني/ دویم عمر
پلار یې: عبدالعزیز بن مروان
مور یې: اُم عاصم لیلي بنت عاصم بن عمر بن خطاب
دین: اسلام/ سُني
تر شلو کلونو یې ډېر په مصر کې امارت درلود/ امیر و. په ۹۹ ل کې سلیمان بن مالک ومړ، وصیت یې لیکلی و او عمر بن عبدالعزیز یې خلیفه ټاکلی و. عمر ثاني دا دنده ومنله، جومات لاړه، هلته یې خپله وینا واوروله چې لنډيز راوړو:
“اې خلکو! زه په خلافت سره د خدای ج په ازموینه کې ورښکېل شوم، خو په دې اړه نه له ما پوښتنه شوې ده او نه له تاسو سره جرګه شوې. زه تاسو ځان ته د بیعت لپاره نه اړ باسم. هر څوک چې وړ درته ښکاري خلیفه یې وټاکئ.”
د عمر ثاني په وخت کې عمر بن ابي طالب ته ښکنځل کول منع شول. له مسلمان شویو ذمیانو نه یې جزیه لرې کړه. د ایرانیانو مالیات یې کم کړل. ځینو خلکو د بیت المال د کمښت خبره ورته وکړه، عمر ثاني وویل: “الله ج خپل استازی (پيغمبر) د لارښوونې په پار رالېږلی دی، د جزیو اخیستو لپاره یې نه دی استولی.”
دا چې عمر ثاني له خپلو همزولو او هم پېره خلکو سره فکري توپير درلود، خامخا به یې لامل په مدینه او نورو ځایونو کې له پوهانو او عالمانو سره د ناستو او خبرو اغېز و.
عمر بن عبدالعزیز د شام په سمعان ښار کې ، د ۱۰۱ ل د رجب میاشتې په ۲۰ مه د جمعې پر ورځ، په ۴۰ کلنۍ ومړ. قبر یې د اوسنۍ سوریې په ادلب سیمه کې چې پخوانۍ معره سیمه وه، دی. پر قبر یې جومات رغول شوی. کله چې بني عباس پر بني امیة وو بری وموند، د ځينو امیرانو (یزید بن معاویه، عبدالمالک بن مروان، ولید بن عبدالملک…) قبرونه ویجاړ او هډوکي یې وسوځول شول، خو د عمرثاني قبر همداسې روغ پرېښودل شو. لامل یې هم په خلکو کې د دویم عمر د ښېګڼې او نېکۍ نوم خپرېدل و.