بریا او پرمختګ پوهنه ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

د ډله‌يیز کار پنځه سترې ستونزې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هغو کارمندانو لرل، چې په ښه توګه یو د بل ترڅنګ ډله ایز کار ترسره کوي، کولای شي ستاسو کار په ډېرې آسانۍ سره پرمخ یوسي، خو ډله ایز کار تل لکه څنګه چې پرمخ لاړ شي، نه ځي. په دې ځای کې هوډ لرو، چې د ډله ایز کار پنځو ستونزو ته اشاره وکړو، چې د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره، غوره ده، چې لرې یې کړئ.

یوې سترې تیږې ته د حرکت ورکولو لپاره، هر څومره ډېر کسان، چې په دې کار کې ګډون کوي، نو تیږه به په ډېرې چټکتیا سره حرکت وکړي.

دا د ډله‌ییز کار د ارزښت یوه بېلګه وه، خو له بلې خوا یې له ستونزو څخه هم خبر شئ.

۱ ـــ مهمې موخې، چې په لنډه توګه بیان شوي

سټیو جابز د نړۍ د بدلون په اړه د خپلو کلیدي خبرو له کبله ډېر زیات مشهور و. دا موخې د لوړتیا سبب ګرځي او کار ته مانا وربښي. کله چې د یوې ډلې لپاره موخې ټاکل کېږي او افراد ترې خبرېږي، نور نو خپلو شخصي موخو ته ارزښت نه ورکوي، ځکه لوړې موخې لري. که د ډلې افراد متوجه نه شي، چې په دې کار کې زما لپاره څه ګټه شتون لري؟! هغه وخت ډېره زیاته تمه کېدای شي، چې وغواړو د ډلې موخو ته ژمن پاتې شو، نو د ډله ایز کار لپاره په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې د ډلې سترې موخې د افرادو لپاره په ساده توګه تعریف کړې وي.

۲ هغه رولونه، چې په کافي توګه ورته پاملرنه نه ده شوې

ډېری ډلې داسې تصور کوي، که استعداد لرونکي کسان جذب کړي، نو هرومرو به بریا ته ورسېږي، خو څېړنو څرګنده کړې ده، چې تاسو د ډلې له دنننیو رولونو څخه یوه مشخص جوړښت او واضح تعریف ته اړتیا لرئ، د خپلې ډلې په تړاو د جوړښت او رولونو د پیدا کولو لپاره، وخت په پام کې ونیسئ او په غوره بڼه یې تعریف کړئ.

۳ ـــ د ډېرو زیاتو قوانینو وضع کول  

انسانان په بنسټیز ډول قانون جوړونکي دي او په همدې دلیل کولای شي، چې په ټولنه کې ژوند وکړي. ډېری ټیمونه له دې سره لېوالتیا لري، چې د احتمالي شرایطو لپاره، چې ښایي رامنځته شي، مخکې تر مخکې یو پروګرام یا قانون وټاکي، دا کار هم ډېر وخت نیسي او هم اغېزناک نه دی، نو د ډله‌ییز کار لپاره، په هغو قوانینو باندې تمرکز وکړئ، چې ستاسو په کړنو باندې اغېز لري، لکه: د معلومات ادلون او بدلون، تصمیم نیونه او له نورو څخه ستاسو د توپیر ښودنه.

۴ ـــ له فیډبک څخه ډډه کول

ډېری کسان داسې تصور کوي، که بریالي دي، نباید دې تګلارې ته د رسېدو څرنګوالی وړاندې کړي او یا حتا له خپلو ماتو څخه خبرې وکړي. ډېری شرکتونه او ټیمونه خپل کاري راپور په کلنۍ توګه اړوندې ادارې ته سپاري، په داسې حال کې چې دا چاره باید په کال کې دوه، درې او یا هم څلور ځلې ترسره شي.

۵ ـــ د بدلون د رامنځته کولو لپاره ماتې

کله وخت کار مو سم دی، خو په پای کې بریا ته نه رسېږئ. په حقیقت کې کله وخت یوه نوې آیډیا په ډېرې آسانۍ سره د خلکو له خوا نه منل کېږي، نو د ډله‌ییز کار لپاره، د آیډیا د وړاندې کولو پر ځواک سر بېره، باید ډېر سخت کار وکړئ، ترڅو خلک باوري کړئ، چې له تاسو سره ملتیا وکړي.

په پای کې، یو ښه ټیمي کار له دې څخه سرچینه اخلي، چې پوه شئ، څنګه په ښه توګه د یو بل ترڅنګ کار کوئ او په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې هماغه کار ترسره کوئ، چې غواړئ ترسره یې کړئ.

د ټیمي کار د پرمخ بیولو لپاره ځینې تګلارې شتون لري، چې هغو ته په پام سره، افراد کولای شي، یوې ټولیزې موخې ته د رسېدو لپاره، له یو بل سره موازې دندې ترسره کړي. له دې امله د ټیم هر یو غړی باید د مهارتونو په زده کړه او له دودیزو تېروتنو څخه په ډډه کولو کې هڅه وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل

عطا محمد میاخېل د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی، چې په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي. ښاغلي میاخېل خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې ترسره کړې دي. او اوس مهال په همدې پوهنځي کې د عملي درسونو د استاد په توګه دنده ترسره کوي.

تبصره مو ولیکئ