
لیکنه: محمدصابر حمیدي
محمد جعر هاند، چې د امریکا غږ راډیو خبریال او د کرکټ مبصر دی، «درې پیړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ» په نوم کتاب لیکلی.
محمد جعفر هاند پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي، چې دې کتاب کې پر نړیوال کرکټ او د افغانستان د کرکټ پر تاریخ، ډپلوماسۍ او ډېرو نورو مسایلو بحث شوی.
هاند ویلي، چې کتاب به یې راتلونکې اونۍ بازار ته وړاندې شي.
تر دې مخکې د پلوشې عمري په نوم یوې هلمندۍ مېرمنۍ د «کرکټ د بیټ او بال لوبه» په نوم یو کتاب لیکلی وو، چې یوه میاشت وړاندې چاپ کړل شو.
هغه کتاب کې بیا د کرکټ تاریخچې ترڅنګ د کرکټ فارمټونو، د کرکټ اصلاحاتو، د افغانستان کرکټ، نړیوال کرکټ او د کرکټ لوبې لپاره پر مهمو وسایلو معلومات راغلي.