فبروري 27, 2021

په افغاني کورنیو کې د ښځو سره سلا او مشوره کول

ليکنه او راټولونه صدیقه پوپلزۍ
په افغاني کورنیو کې د ښځو سره سلا او مشوره کول
زموږ په ټولنه کې داسې ډېرې کورنۍ شته چې سلا او مشوره د ښځو سره نه کوي او نه د ښځو خبرو ته اهمیت ورکوي دا چې ولې دلته یې وایو.
زموږ ټولنه نارینه پلوې او د مېرمنو په ځیرکتیا باور نه لري ټوله نارینه دا فکر کوي چې ښځي کمزورې دي او هیڅ هم نشي کولای نو ځکه په نارینه وو او په خبرو یې ډېر باور لري.
ښځې ډېر نرم خوی لري او عاطفي چلند کوي چې دا کار د نارینه وو فکر او پرېکړه بدلولی شي.
داسې ډېر نارینه او کورنۍ شته چې فکر کوي ښځې یواځې د کور کار او ماشوم روزلو لپاره دي او اړتیا نه ویني چې په نورو کارونو کې له دوی سره مشوره وکړي هر کار خپل په خوښه ترسره کوي.
ځکه چې کله خو د ښځو تعصب د ډېرو ستونزو لامل دی، ښځي ډېري وخت د تعصب او د حسد له مخې پرېکړه کوي له همدې کبله په سمه تصمیم نشي نیولای.
د ښځو د حقارت احساس، نارینه خپلې پایلې ته رسوي.
ځینې ښځې د ژوند مهارتونو، ودې او نمو ته ښه پام نه کوي بې پروا وي خپل مسولیت په سمه توګه مخته نه وړي. خو ځېنې بیا ډېرې پیاوړي، څېړونکې او پلټونکې وي هر کار ډېر په ښه ډول مخته وړي او حل لاره ورته پیدا کوي.
کومې کورنۍ کې چې ښځې ته خپل حق ندی ورکول شوی او په کارونو کې هم ورسره سلا او مشوره نه کوي لامل یې دوی خپله هم دي ځکه چې خپل د ودې مسلم حق اخیستو لپاره یې هڅه نده کړې او هر څه چې ورته ویل شوي هماغه منلي او ترسره کړي دي.
کله چې موږ خپله ښې پرېکړې ونه کړو او ځان بې خبره او ګوښه ونیسو نو ځکه زموږ سره مشوره نه کوي خپل په سر هر کار کوي.
داسې ډېر کمي ښځې دي چې راز ساتي او نورو ته نه وایي او خپل عواطف کنټرولوي خو ډېري بیا داسې ندي راز نشي ساتلای ځکه د کور سړیان هر څه پټوي او خپله پرېکړه هم کوي دوی ته هیڅ نه وایي.
خاوند او مېرمن یو د بل ملاتړ باید وکړي او راز وساتي تل یو د بل په خوښه او مشوره کارونه ترسره کړي خو ډېري کورنۍ په دې نه پوهېږي.
ځکه خوشحاله کورنۍ هغه ده چې ترمنځ یې اتحاد او یو د بل په مشوره هر کار ترسره کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب