محمد نبي عیسی خېل د کرکټ بورډ له غړیتوب لرې شو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

افغان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۱ مه اعلان وکړ، چې محمدنبي عیسی خېل یې د بورډ له غړیتوب لېرې کړی دی.

کرکټ بورډ ویلي دي، چې دا پرېکړه یې ځکه کړې ترڅو محمدنبي وشي کولای راتلونکو لوبو ته ښه چمتو شي او ذهناَ لوبو ته برابر شي.

کرکټ بورډ ویلي دي چې د محمدنبي پرځای یې په هند کې د افغانستان اوسنی سفیر فرید ماموندزی د بورډ د غړي په توګه نومولی دی.

د کرکټ د مسوولینو په خبره محمدنبي چې په لوبډله کې د مشر الراونډر په توګه لوبېږي، له دې وروسته ورته پکارده چې په لوبډله کې د افغانستان لپاره ژوندی او بامسوولیته رول ولوبوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې افغانستان کابو دوه نیمې میاشتې وروسته په سپټمبر کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لري او له دې وروسته افغانستان نړیوال شل اوریز جام کې لوبېږي او تر ۲۰۲۳ کال پورې افغانستان نور له زِمبابوې او ایرلېنډ وراخوا د نړۍ مخکښو لوبډلو سره لوبېږي؛ نو پکار دا ده، چې پخواني، باتجربه او پاخه لوبغاړي د افغانستان ښه استازولي وکړي او له مخکښو لوبډلو سره د افغانستان فایټ او مقابله بیخي په زړه پورې کړي.

محمدنبي د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یو مشهور نوم دی؛ خو تر اوسه یې د ملي لوبډلې په ګټه د توپوهنې داسې اننګز نه دی لوبولی، چې د افغان کرکټ مینوالو تنده یې په بشپړه توګه خړوبه کړې وي.

خو اپوټه یا باالعکس بیا په سوداګریزو لیګونو کې د لوبډلو د کار لوبغاړی همدی وي.

نو افغانان ترې تمه لري چې راتلونکو لوبو کې د افغانستان لپاره اعلی کارکرده ګي وکړي او خپل نوم لا روښانه کړي.

بل پلو کرکټ بورډ ویلي چې ماموندزی یې ځکه د بورډ غړی ټاکلی چې له هند سره د کرکټ په برخه کې د افغانستان اړیکې لاښې شي، ترڅو افغانان د هند په ملاتړ زیاتې لوبې ترلاسه کړي او په نړیوال کرکټ کې پرمختګ وکړي.

له ماموندزي څخه دا هیله شوې چې په مالي برخه کې هم د کرکټ بورډ لپاره اغېزناک تمام شي؛ ځکه نوموړي مختلفو برخو کې دندې ترسره کړي او ډېرې اړیکې کړي.

محمدنبي کله د بورډ غړی ټاکل شوی و؟

د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په میاشت کې افغان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د افغان لوبډلې یو فعال لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل یې د بورډ غړی ټاکلی دی.

نبي هغه وخت په کارابیئن سیالیو کې لوبېده، چې دلته د بورډ غړی ټاکل شوی و.

له ده سره یو ځای حسینه ساپۍ، روح الله خانزاده او هارون میر هم د بورډ غړي ټاکل شوي وو.

دا غړي د ولسمشر محمد اشرف غني او فرهان یوسفزي لخوا ګومارل شوي وو.

هغه وخت چې نبي د بورډ غړی ټاکل شوی و، ډېری افغان کرکټ مینوالو د کرکټ بورډ په دې پرېکړه انتقاد کړی و او ویلي یې وو، چې د کرکټ یو فعال لوبغاړی باید د بورډ غړیتوب وانخلي، ځکه پر لوبو یې منفي اغېز پرېوزي او مسوولیتونه یې زیاتېږي.

خو کرکټ بورډ کابو یو کال وروسته محمدنبي د ښه لوبېدو په خاطر له غړیتوب لېرې کړ.