د مسکو د غونډې ګډنوالو درې مهمې پریکړې وکړې

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

مسکو پرون د افغانستان د اسلامي جمهوریت، طالبانو او څو هیوادونو ترمنځ د افغان سولې په اړه د یوې ناستې کوربه وو.

په دې ناسته کې امریکا، خپله روسیې، پاکستان او چین استازو هم برخه درلوده.

دوی د ناستې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه چې درې مهم ټکي په کې یاد شوي ول.

۱- امارات نه منو

د پرونۍ ناستې په اعلامیه کې په واضح ډول سره پر طالبانو غږ وشو چې ددوی په وینا د امارت نظام جوړول نه مني او باید له داسې یوې هڅې ډډه وشي.

دا هغه خبره ده چې طالبان اوس هم د امارت په نوم جګړه کوي او ښايي افغانستان کې بیا د امارتو د راتلو نظریه ولري.

۲- سملاسي اوربند

ددې ناستې یوه بله مهم پایله دا ښودل شوې چې په پریکړه لیک ویل شوي چې په سملاسي اوربند دې سره خبرې وشي او ژر تر ژره یې تاوتریخوالی کم او اوربند وشي.

طالبانو که څه هم له امریکانو سره اوربند ته غاړه ایښې، خو له افغان لوري سره یې تر اوسه جګړه روانه ساتلې.

که څه هم افغان حکومت، امریکا او نړۍ پر اوربند کولو ټینګار کړی، خو طالبان وايي اوس اوربند نه کوي. نو وبه لیدل شي چې په راتلونکو خبرو کې به څومره هغوی د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته وهڅول شي.

۳- تلپاتې سوله ییز دولت

د پرونۍ ناستې په پریکړه لیک کې یو بل مهم ټکی چې راښکاره شوی دا دی چې په کې ویل شوي چې دواړه لوري باید ژر په راتلونکي تلپاتي سوله ییز دولت سره خبرې وکړي او نهايي یې کړي.

له دې خبرې داسې پيغام ښکاري چې د افغان اسلامي جمهوریت ته وویل شي چې باید د واک ویش ته چمتو او ورسره خوا کې طالبان هم چمتووالی ونیسي.

همداراز په پروني پریکړه لیک کې پر یو شمیر نورو مسایلو هم خبرې شوي، لکه له طالبانو غوښتل شوي چې پسرلني عملیات ودروي، او د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقوقو ته باید راتلونکو خبرو او پړاونو کې درناوی وشي.

ټول لوري چمتو شول

ددې خبرو له ترسره کولو وروسته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې خبرې ډیرې ګټورې وې.

هغه وویل ټولو لوریو چمتووالی وښود چې سوله وکړي.

د روسي د بهرونیو چارو وزیر سرګي لاروف بیا د پرونۍ غونډې پرانیسته کې وویل چې هیواد یې چمتو دی چې د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو کوربتوب وکړي او یوې پایلې ته ورسیږي.

د طالبانو دریځ

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر پرون ویلي چې اوربند هغه وخت کوي چې نوی اسلامي نظام رامنځته شي او تر هغې اوربند نه کوي.

هغه وایي که د دوحې ژمنې عملي شي اوسنۍ ستونزې هم حل کیدای شي.