ژباړه: عطا محمد میاخېل
د بریا لاره ډېرې لوړې او ژورې لري او هېڅوک په یوه شپه او یا یوه ورځ کې خپلې موخې ته نه رسېږي، ښایي په نننۍ نړۍ کې، موخې ته رسېدل او بریالي کېدل، لږ څه سخت او ستونزمن تر سترګو کېږي، خو څه فکر کوئ، چې بریا ته د رسېدو لپاره، کومو مهارتونو ته اړتیا لرئ؟ د دې لیکنې په دوام په هغو لسو مثبتو باورونو باندې رڼا اچول کېږي، چې موخې ته د رسېدو لپاره د اړینې انګېزې او هیجان سبب کېږي.
هرومرو بریا ته د رسېدو په لاره کې له خنډونو سره مخامخ شوي یاست، چې ټوله انګېزه او هیله مو درنه اخلي. له مثبتو افکارو څخه د ډک ذهن لرل او د انګېزې رامنځته کول کولای شي، موږ بریا ته ورسوي. په دې مقاله کې تاسو ته وایو، چې په خپل ذهن کې کوم افکار وروزئ، چې په چټګه توګه خپلو موخو ته ورسېږئ.
۱ ـــ هېڅوک په یوه شپه کې بریا ته نه رسېږي
موږ په نننۍ ټولنه کې د فکر له یوې داسې بڼې سره ستر شوي یو، چې باید هر څه په چټکه توګه ترلاسه کړو، په همدې خاطر ډېری وخت مو هېرېږي، چې مناسبه دنده هغه څه نه دي، چې وکولای شو په یوه شپه یا هم یوه ورځ کې یې ترلاسه کړو. ښایي له ځان سره ووایئ، دا چې د هغه څه هیله ولرو، چې ټاکل شوې نه ده، ژر یې ترلاسه کړو، واقعاً ناهیلې کوونکې خبره ده، ښایي هیله او انګېزه مو درنه واخلي، خو داسې یو فرصت رامنځته کوي، چې زده کړئ، له هغه څه سره د زړه له کومې مینه وکړئ، چې په لټه کې یاست. که ناهیلي نه شئ او خپلې هڅې ته دوام ورکړئ، هر څومره چې ډېر وخت تېر شي، بالاخره به هغه څه ته ورسېږئ، چې په لټه کې یې یاست. ښایي خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ډېر څیزونه له لاسه ورکړئ، خو ډاډه اوسئ، کله چې ترلاسه یې کړئ، نو ټول وجود به مو د خوښۍ، خوشالۍ او رضایت احساس ونیسي.
ارل نایټینګل وایي:
“هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې د هغه وخت له اوږدوالي څخه وېره، چې باید خپلې موخې ته د رسېدو لپاره یې مصرف کړئ، په مخکې مو خنډ وګرځي. هر څنګه چې وي، وخت تېرېږي، نو غوره ده، چې په ښه توګه ترې ګټه واخلو.”
۲ ـــ د نور له خوا نه منل، تل شتون لري:
ډېری کسان د نورو له خوا د نه منل کېدلو لپاره اندېښمن دي. ډېری کسان د فکر له همدې بڼې سره د کارو بار نړۍ ته داخلېږي، حقیقت دا دی، ډېری خلک تر ډېره چې په مثبتو څیزونو باندې تمرکز وکړي، په دې اړه فکر کوي، چې ښایي شرایط په سمه توګه پرمخ لاړ نه شي. هو سمه ده، کله چې د نورو له خوا، له یوه ځایه بهر کېږئ او د رد ځواب اورئ، نو انرژي مو له لاسه ورکوئ، خو په وجود کې مو یو څه را ویښېږي، د یوه شرکت له خوا د رد ځواب اورېدل، په دې مانا نه ده، چې اصلاً د هغه کار لپاره مناسب نه یاست. که د خپلې خوښې وړ پوهنتون کې نه یاست منل شوي، په دې مانا نه ده، چې وړتیا مو کمه ده، یا علمي کچه مو ډېره زیاته ټیټه ده، بلکې باید په خپل ځان کې دا فکر رامنځته کړئ، چې اړینه ده یو ځل بیا یې وازمایئ. د دې پرځای چې د نورو له خوا بهر کېدل، په خپل ژوند کې یو بندښت وګڼئ، هغه ته په سړک کې د هغې نقلیه وسیلې په سترګه وګورئ، چې تاسو د بریا په لور لېږدوي.
له خپل ځانه منفي افکار لرې کړئ او اجازه مه ورکوئ، چې دنننۍ وېرې مو له پښو وغورځوي. هرومرو باور کول یې سخت دي، که پوه شئ، والټ ډیزني یې د ټیټ خلاقیت په خاطر د ورځپاڼې له دفتره وایست، خو هغه وتوانېده، چې د بریا په تګلوري کې مېشت او خپلو موخو ته ورسېږي.
۳ ـــ وړتیا او استعداد مو له هغه څه زیات دی، چې تاسو یې فکر کوئ
هر انسان د یوه دلیل پر بنسټ پیدا شوی دی، کله وخت اړینه ده، چې د ژوند له لوړو او ژورو څخه د خپل پیدایښت دلیل پیدا کړو، باید دومره ازمېښتونه او تېروتنې ولرو او بېلابېلې لارې وازمایو، ترڅو په پای کې خپلې وړتیاوې وپېژنو، له موږ څخه هر یو کولای شو دې نړۍ ته بدلون ورکړو، له موږ څخه هر یو په خپل دنننه کې یو څه لرو، چې د تنکۍ ځوانۍ له وخته په موږ رامنځته کېږي او هره شېبه د آزدېدلو لپاره د یوې لړزې یا جرقې په تمه دی. موږ ټول د مهارتونو خاوندان یو؛ ځینې په خپل ځانګړي شخصیت سره کولای شي، نړۍ د خپل ځان لپاره په غوره ځای بدله کړي، ځینې په خپل ځانګړي تفکر سره کولای شي، فوق العاده محصولات جوړ کړي او ځینې نور په لوړې انګېزې او موخې سره کولای شي یو میلیون ډالري شرکت جوړ کړي. تر هر څه مخکې باید په دې باندې پوه شئ، چې په ژوند کې مو موخه څه ده؛ نړۍ په دې تمه ده، چې یو څه ورته وړاندې کړئ.
۴ ـــ فرصت تل وي، یوازې باید کشف یې کړئ
هغه کسان، چې د خپل یوازېتوب له بنده را بهر کېږي او خپله ټوله هڅه کوي، ترڅو خپل استعدادونه وړاندې کړي، تر ټولو خوشاله خلک دي. ښایي له ځان سره داسې فکر وکړئ: تر هغه وخته، چې زه کافي پوهه او وړتیا ترلاسه کوم، ټول دنده ایز فرصتونه د نورو له خوا ډکېږي، دا یو ناسم فکر دی. زموږ نړۍ د وخت په تېرېدو سره لا ډېره وده کوي، تل نوي فرصتونه شتون لري، په خپله باید له هغو څخه په ګټه اخیستنې، په ټولنه کې نوې برخې رامنځته کړئ، نوي فرصتونه هېڅکله نه ختمېږي، یوازې باید کشف یې کړئ.
۵ ـــ کله وخت اړتیا ده، چې خطر ومنئ
په خپل ځان باندې په کافي باور سره ګام پورته کړئ او حتا کله وخت خطر ومنئ. خطر ښایي زموږ د اندېښنې سبب شي، که څه هم موخه دا نه ده، چې شرایطو ته په نه پام سره خطر ومنئ او د خپل ځان لپاره سر خوږی جوړ کړئ، خو یوازې باید له خپلې خوندې او هوسا سیمې څخه را بهر شئ او نوي څیزونه زده کړئ، په دې کار سره، په سم تګلوري باندې ګام پورته کوئ، کله چې ژوند مو د بریا په تګلوري باندې مېشتېږي، چې ځان له یو شان والي څخه وژغورئ او کله وخت خطر ومنئ، نو خپل ځان وښوروئ، د فرصتونو په لټه کې واوسئ او هغه کار ترسره کړئ، له کوم څخه چې وېرېږئ. د بېلګې په توګه: په ستر شرکت کې د خپلې خوښې دنده ایزو فرصتونو په لټه کې واوسئ او د ګمارنې لپاره مرکه وکړئ، په پای کې یې دا چې په مرکه کې نه منل کېږئ، نور هېڅ ستونزه درته نه جوړېږي.
۶ ـــ په ژوند کې خپله بریا ونمانځئ او خپل ځان ته ډالۍ ورکړئ
هغه لاره چې تاسو بریا ته رسوي، هرومرو نباید ډېره سخته او ننګونکې وي، کله وخت د ژوند لپاره یوه بله لاره پیدا کړئ، ترڅو ثابت قدمه پاتې شئ. په خپل تګلوري کې د سترو موخو ترڅنګ کوچنۍ موخې هم ولرئ. د بېلګې په توګه: کله چې د یوه مسلک د زده کولو په پړاو کې یاست، د خپل ځان لپاره یوه کوچنۍ ډالۍ واخلئ، کله مو چې د هغه مسلک د زده کولو پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورساوه، هغه ساعت، چې تل یې په لټه کې وئ او غوښته مو، د خپل ځان لپاره واخلئ. بریا ته د رسېدو لپاره خپل ځان ته د ډالۍ ورکړه، د انګېزې د رامنځته کېدو سبب ګرځي، ترڅو دې لارې ته د دوام ورکولو لپاره، تر کومه چې توان لرئ، هڅه وکړئ. له شک پرته، بریا او پرمختګ ته د رسېدوو لپاره، انګېزې ته اړتیا لرئ.
۷ ـــ هغه کسان، چې له تاسو څخه ملاتړ کوي، ترې مننه وکړئ
له هغه چا څخه منندوی واوسئ، چې په هر ډول شرایطو کې په تاسو باندې باور لري، ځکه دا ستاسو د ښه چانس نښه ده. ځینې بریالي کسان، خپلې شاوخوا ته هېڅوک نه لري، چې په ماتو او بریاوو کې ترې ملاتړ وکړي. که داسې کسان دي، چې هر کله ناهیلي کېږئ، تاسو ته روحیه درکوي او کولای شئ پرې تکیه وکړئ، د دې نعمت لپاره د الله (ج) ډېر زیات شکرونه پرځای کړئ. ښایي سترې بریا ته رسېدلي وئ، خو هېڅکله هغه افراد، لکه: والدین، ښوونکي، دوستان، خپل او خپلوان، چې درسره وو، مه هېروئ. هغوی کله چې تاسو یوه کوچنۍ نظریه (آیډیا) درلوده، تر کله چې سترې بریا ته ورسېدئ، ستاسو ترڅنګ وو او په سختیو کې یې یوازې پرې نه ښودئ.
۸ ـــ خوبونه مو په واقعیت بدل کړئ
د بریا نیمه لاره په خیال بافۍ او مثبت فکر کولو سره وهل کېږي، خو وخت یې را رسېدلی دی، چې د عمل ډګر ته ور ودانګئ. ډېری انسانان په خپل ژوند کې هېڅ خوب او هیله نه لري، کوم افراد، چې د بریا لپاره هېڅ هڅه نه کوي، هغه کسان دي، چې په ژوند کې له تاسو څخه ډېر شاته دي، تاسو په زغم او د ماتې په منلو سره، له هغو کسانو څخه ډېر مخکې یاست، چې خپل ځان ته هېڅ ټکان نه ورکوي. خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ، که خپلو موخو ته نږدې شوي یاست، نو په دې خاطر و، چې اړینه زړورتیا مو لرله، ترڅو هغه په خپل ذهن کې مجسم کړئ.
۹ ـــ د تل لپاره «نه شم کولای» هېر کړئ
که غواړئ بریا ته ورسېږئ، نو د نه شم کولای جمله هېڅکله په خوله مه راوړئ، ښایي ډېر ځله مو دا نصیحت اورېدلی وي، خو که یو ځل هم کېدای شي دا حقیقت ومنئ، کله چې په خپل ځان کې دا باور روزئ، چې نه شئ کولای، کوم کار ترسره کړئ او ځان محدودوئ، نو په بشپړه توګه له همدې پېښې سره مخامخ کېږئ. ټول انسانان دا ځواک لري، چې غوره واوسي. کله مو چې په خپلو وړتیاوو باندې شک وکړ، نو پنځه ځله له ځان سره ووایئ: «زه کولای شم، چې ترسره یې کړم».
۱۰ ـــ تاسو د هر کار د ترسره کولو وړتیا لرئ
کله چې سهار له خوبه را ویښېږئ، نو د سباناري خوړلو لپاره بیړه مه کوئ. د هیندارې مخې ته ودرېږئ او له ځان سره ووایئ، چې نن مې موخو ته د نږدې کېدو لپاره یوه بله ورځ ده. ډاډه اوسئ، چې د هر کار د ترسره کولو وړتیا لرئ، له ځان څخه ټول منفي افکار لرې کړئ او په یاد ولرئ، چې یو ځواکمن فرد یاست، تاسو کولای شئ، چې خپلو غوښتنو ته ورسېږئ او د دې لارې د وهلو (طی) کولو لپاره کافي ځواک، زړورتیا او وړتیا لرئ. مثبت فکر کولای شي، تاسو هر هغه ځای ته ورسوي، چې غواړئ ور ورسېږئ.