اپریل 14, 2021

مدنیت څه ته وايي؟

Advertisements

راټولونه

نن سبا د تمدن، مدنیت، مډرنیزم او مدني ټولنې اصطلاحات ډېر کارول کیږي

تمدن یا مدنیت د لاتیني کلمې Civis څخه چې د ښاري یا د یوې ټولنې د غړي (تابعیت) مانا لري اخستل شوی دی.

تمدن د یوې ټولنې د افرادو د ژوند ظریف، ښایسته، د ژوند د اسانتیاوو لرونکي او مرفه شکل ته ویل کیږي، چې د علمي او تخنیکي بریاوو او کارولو له کبله یې د ژوند کولو بهتره مادي او ټولنیز شرایط برابر او ممکن کړي دي او د سیاست او اقتصاد په وسیله عملي شوي دي.

ځینې یې بیا مدني ټولنه هغې ته وایي چې له صنفي اتحادیو جوړه وي او ځینې نور بیا وایي مدني ټولنه یوه غېرسیاسي، غېرانتقادي او پر قانون ولاړې ټولنې ته وایي. ځینې مدني ټولنه هغې ډلې ته وایي چې له حکومت څخه د خلکو حقونه وغواړي خو خپله د څوکۍ یا سیاسي قدرت لپاره هلې ځلې ونه کړي.

د لغتونو کتابونه یا قاموسونه موږ ته وایي، تمدن یو عبارت دی، چې د بهتر کولو، پاکیزه کولو او په یوه ټولنه کې د وحشیانه عادتونو او رواجونو پر ځای د اوچتو او نېکو عادتو او دودونو پلي کولو ته ویل کېږي.

وحشیتوب ته بارباریسم هم ویل کیږي. د تمدن کلمه د وحشیتوب له کلمې سره مخالفه او متضاده ده، یانې څومره چې له وحشیتوب لري کېږو، په هماغه اندازه متمدن کیږو.

تمدن خپلې نښې لري:

د دولت جوړول

د ټولنیزو تشکیلاتو درجه بندي یا سلسله مراتب او تنظمیول

په لوړ مقیاس د ښاري ژوند پراخول، د وظایفو تخصصي کول او د کار وېشل دي.

ځینې وخت د تمدن نه د کلتور او ژوند دود سره مترادف مفهوم هم اخیستل شوو، لېکن د تمدن مفهوم لوړ دی او د یوه بام مثال لري چې مختلف محلي کلتورونه ترې لاندې واقع شوې وي.

د تمدن کلمه کولی شي هغه کلتورونو ته راجع شي چې د تاریخ په اوږدو کې شتون لري او دا چې د دوی په دودونو ، هنري څرګندونو، پوهې، ژبې، بنسټونو او داسې نورو کې تنظیم شوي. لکه د میان تمدن، یوناني، رومي او نور.

مدنیت او تمدن یوه انساني پدیده او ارزښت دی او د انساني کرامت، عزت، حقوقو، وقار او شرف محترم ګڼل، ساتل او مصونیت دی.

مدنیت او ترقي باید د هر ولس لپاره حیاتي ارزښت او هدف وي او د راوستلو لپاره یې خپل فکري او جسمي قوت او استعدادونه په کار واچوي.

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ