د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر هڅه کوي چې د ملا فاضل په نوم د طالبانو یوه قومندان سره ګډه جنګي ډله جوړه کړي.
هغه ویلي برادر له دې امله دا کار کوي چې هغه د جګړې په ډګر کې کوم اغیز نه لري، نو د بیلې ډلې جوړولو په هڅه کې دی.
« موږ د ملا برادر او نورو مشرانو تر منځ د اختلاف شاهدان وو. ملا برادر د جنګ په ډګر کې قدرت نه لري، ځکه له ملا فاضل سره د ګډې جنګي ډلې جوړولو هڅه کوي. طالبان کورنۍ جګړه پيلولای شي، مګر قدرت ته نه شي رسېدای.»
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ دا خبرې په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي.
مولوي اندړ ویلي چې ښاغلي محب یادې خبرې پرون د ریازانا په کنفرانس کې د انلاین ګډون له لارې کړي دي.
دې کنفرانس کې د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون درلود.
ډاکټر محب همداراز ویلي چې د سولې خبرې کې باید یوازې برادر نه، بلکې نور استازي هم ګډون ولري.
هغه زیاته کړې:
« د سولې په خبرو کې يوازې د ملا برادر حضور مهم نه دی، بايد ملا هيبت الله، حقاني شبکه او په هلمند کې د طالبانو د بېلې شوې ډلي استازي هم وي. نورو ډلو په ۹۰يمو کلونو کې داسې هڅې وکړې، طالبان بايد له هغو تجربو يو څه زده کړي. په افغانستان کې بېلابېلې ډلې شته چې په جمهوريت کې مساوي ځای لري. دوی زموږ د ټولنې واقعيتونه دي.»
یاد کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د امارت بیا راتګ سیمې ته ګواښښ بللی دی او همداراز د هند د بهرنیو چارو وزیر بیا په افغانستان کې پر تاوتریخوالي او خپلو بیا رغوونې پروژو په اړه اندیښنه ښودلې ده.
طالبانو د یادو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي دي چې دوی یوه ډله ده.
https://www.facebook.com/rahmatulllah.andar/posts/1333837997015773