مارچ 5, 2021

نبیل: امنیتي ځواکونو لپاره مې له استخباراتي رازونو پرده پورته کړه

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د هغه کسانو نومونه او انځورونه خپاره کړي چې د ده په خبره، د اې اس اې په مرسته په کابل کې هدفي وژنې ترسره کوي.

رحمت الله نبیل په خپلو څو ټویټونو کې د درېیو کسانو نومونو او انځورونو خپاره کړي او وایي، دا هغه کسان دې چې په مستقیمه توګه د پاکستان د استخباراتي ادارې اې اس اې څخه ملاتړ کېږي او په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو ژوند اخلي.

نبیل لیکلي:

«ما په ځلونو د کره او مستندو اطلاعاتو پر بنسټ ویلي، چې په کابل کې ځینې بریدونه کوچنۍ ترهګرې ډلې د پاکستان د استخباراتو په مستقیمه لارښوونه کوي، له ډيرو بریدونو او عام وژنو، د طالبانو مشران له سره خبر نه وي،»

نبیل زیاته کړې، حکومت پر هغه اطلاعاتي تحریم وضع کړی او نه غواړي له نوموړي اطلاعات ترلاسه کړي نو د دې له کبله دی غواړي د رسنیو له لارې دغه معلومات له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره شریک کړي.

د نبیل په وینا، «دا شخص حاجي احمدشاه نومیږي،‌ له ISI او د پاکستان له نظامي استخباراتو MI سره نږدې اړیکې لري، نوموړی د کابل ښار او ځینو ولایتونو په بریدونو کې د پاکستان د استخباراتو په مرسته خورا فعال دی.

نبیل وایي چې دا کس د پاکستان د استخباراتو په لارښوونه په افغانستان کې “طالبانو، حقاني شبکې او لشکر طیبې” ډلو ته لوجیستیکي او اکمالاتي خدمات رسوي او د ترهګریزو بریدونو لپاره ورته زمینه برابروي.

حاجي احمد شاه کابل ته هم تګ راتګ کوي او له ځينو اشخاصو سره نږدې اړیکې لري، چې د کابل په اوسنیو بریدونو کې فعاله ونډه لري.»

د نبیل په وینا،«دویم کس قاري جواد نومیږي، د ISI مستقیم ملاتړ او تمویل لري، چې تر څنګ یې د شاوخوا پنځه سوه جګړه مارو مشري هم کوي.

د نبیل په خبره:

“قاري جواد په لوګر او د کابل په ولسوالیو کې فعالیت او د کابل ښار په وروستیو بریدونو کې مخامخ لاس لري.»

«دریم کس سیف الله مجاهد حقاني نومیږي، هغه د ځانمرګو بریدګرو د روزنې او د بمونو جوړولو مسوولیت لري او په دې برخه کې کافي تجربه هم ورسره ده.

سیف الله مجاهد حقاني د لویو لارو په چاودنو او هدفي وژنو کې مخامخ لاس لري، چې د پاکستان د استخباراتو مستقیمې لارښوونې ورته کوي او همغه عملي کوي.»

نبیل داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې امنیتي پېښې زیاتې شوې او ډېری کسان په دهدفي وژنو کې وژل کېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي