مودي د ټرمپ انډیوالي پریښوده؛ وايي بایډن سره ښې اړیکې ولرو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
راپور: بشر درویش

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په یوه پیغام کې جوبایډن چې رسنیو د امریکا متحده ایالاتو نوی منتخب ولسمشر اعلان کړی دی، ورته مبارکي ورکړې ده.
ښاغلي مودي له ټرمپ سره هم ښې اړیکې درلودې چې هند ته د ښاغلي ټرمپ د سفر پرمهال دواړو د هیوادونو ترمنځ د لا نیږدې اړیکو خبر ورکړی و.
مودي له بایډن سره پر خپل فیسبوک د شریک عکس په خپرولو لیکلي:

«جو بایډن ! ستاسې د سترې بریا دې مبارک وي.»

مودي بایډن ته په خطاب کې لیکلي چې کله تاسې مرستیال ولسمشر وئ نو د هند او امریکا په اړیکو کې مو مهم رول لرلی دی.
https://www.facebook.com/narendramodi/posts/10164473628715165
مودي ویلي:

«هیله لرم چې سره له نیږدې کار وکړو او د هند او امریکا متحده ایالاتو اړیکې سره تر ټولو لوړو پوړونو ته ورسوو.»

جوبایډن له اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې د بارک اوباما مرستیال و.
په تازه پایلو کې چې جوبایډن بریالی شوی دی، خو بیا هم ټرمپ وايي، بریا یې نه مني او درغلي ورسره شوې ده.
تر اوسه معلومه نه ده چې له دې وروسته به ښاغلی ټرمپ څه غبرګون لري، اما شنونکي پر دې باور دي چې د ښاغلي ټرمپ اعتراض به کوم منفي اثر ونه لري او ژر ده چې دا پایلې ومني.