د بلخ ځايي چارواکي وايي، د نوي کال جشن نمانځلو لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او د پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت په ګډون شاوخوا څلور زره ځواکونه مؤظف شوي دي.
د دې ولایت د پولیسو ویاند «عادل شاه عادل» رسنیو ته وویل، چې د دې جشن لپاره سر له اوسه مزار ته په غځېدلو لارو د امنیتي ځواکونو منظمې ګزمې پیل شوې او په خبره یې چې سږنی جشن به په آرامه فضا کې ونمانځل شي.
عادل زیاته کړې چې د دې جشن د ګډونوالو لپاره یې د آرامه چاپېریال د رامنځتهکېدو په موخه یې تر دې دمه ټول امنیتي ګواښونه له منځه وړي او هڅه کوي چې د ۱۴۰۰لمریز کال د نوروز جشن په ډاډه توګه ونمانځل شي.
ویل کېږي چې څو ورځې وروسته به د ۱۴۰۰لمریز کال د نوي کال جشن تر نورو کلونو په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شي.
د دغه جشن د نمانځلو په اړه د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال عطامحمد ساهو رسنیو ته وویل، چې د ښار ښکلا ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او په خبره یې چې په دې جشن کې به پر کورنیو مېلمنو سربېره بهرني مېلمانه هم ګډون کوي.
د یادونې ده چې هر کال د نوي کال جشن میله د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه د بلخ په مرکز مزارشریف کې په ځانګړو مراسمو ترسره کېږي.