افغانستان؛ هغه دیګ دی چې له اوږده تاریخ راهیسې نړۍ په کې زور ازموینې کوي، خپل شلغم پخوي او لکه په دریاب کې د سمالوې شوې کښتۍ خپلو اهدافو ته استفاده کوي. خو له بده مرغه له دې سره سره د افغانستان ملت پر دې پوه نه شو چې تر کومه به دې نړۍ کې یوازې همدا زه افغان انسان د نړۍ لپاره د پُل حیثیت لرم، تر کومه به زه ورته پروت او دوی به راباندې تیریږي او تر کومه به موږ مړه او دوی ژوندي وي !!!؟
اوس چې له دوو او دریو کلونو راهیسې د افغان سولې په نوم کومه ډرامه روانه ده، هره ورځ یې نوی نوی شکل مخته راځي، څوک وايي جهاد کوو، څوک وايي وطن ساتو، خو وطن ساتنه او جهاد دا دی چې هره ورځ یوه میرمن کونډیږي، یو کوچنی یتیم کیږي، یوه تور سرې سوالګره کیږي، لس تور سرې زنا او فحشات ته مجبوره کیږي او نړۍ ته د راتلونکو پنځو لسیزو لپاره خام مواد تولیدیږي.
وګورئ؛ چیرته امریکايي، روسی او پنجاب مړ شو؟ یا چیرته په ښایسته ماڼیو کې چې روسیه، قطر، امریکا یا کابل کې ناست دي، ورته زیان ورسید، ځکه دوی که یو سم انسان مستقماً خپله ونه ځوریږي، خو د انسانانو په ځوریدو وجداناً بد ځوریږي، اما له بدمرغه دوی وجدان هم نه لري چې لږ ازار شي. بس یو ارام او ښکلی ژوند لري، ښایسته انټرنیټ لري، یوټیوب کې په ښکلو ویډیوګانو او رومانټیک فلمونو او صحنو لیدلو مصروف دي او همدا کار عملاً هم په خپلو مجللو او د پردیو کرایه شویو خونو کې ښکلو انجونو سره کوي، خو غریبه افغان مور، پلار او لور و زوی هر سهار له خوبه په چاودنه راپاڅیږي او هر شپه خوب کې یو ناڅاپه راپورته شي، چغي کړي، هله ډزې دي، هله بم والوت، هغه کاکا، ماما مړ شو…. له دې امله چې ټول ژوند یې له همدې شیانو سره دی، نو دا بې وزله افغان هغه خوب چې باید ارام یې وکړي، هلته هم د رواني ځپلو له امله ارامه نه پاته کیږي.
اصل کې راځم څو ټکو ته چې باید یې وکړو او خوب ته وقفه ورکړو:
۱. هغه څوک چې اوس هم وژنې کوي او وطن ورانوونې کیسو کې اخته دي، لږ تر لږه دا عقل چې د وطن د بچي په وژلو یې لګوئ، ولې یې پر دې نه لګوئ چې زما د کار پایله څه ده او ایا خدای همداسې امر کړی؟
۲- ملت باید لږ تر لږه رابیداره شي، دوی تل خپل سیاستوال او هغه چې وايي اسلام دی، جهاد دی، قرباني ده، ټرت و لغت دی… په دې نومونو ی پریښي چې خپل سري تصمیمونه ونیسي څو د هغوی ژوند په کې بقا ومومي او وطن یوې بلې معاملې ته ټیل وهي. باید ددې خلکو پر وړاندې لږ رابیداره شي او خپل رول ښکاره کړي. خو څنګه یې ښکاره کړي:
- یو دا چې لږ تر لږه له خپلو مدني او سیاسي حقونو استفاده وکړي. په یوه غوڅ اکثریت او غږ پورته کولو سره ټولو ته پيغام ورکړي چې له هر څه موږ ته وطن او ارزښتونه مهم دي.
- باید راپورته شي او ووایي چې راځئ پر موږ دا پریکړه وکړئ چې څنګه سوله وکړو، څنګه له امریکا او نړۍ سره ډیل ووهو او څنګه خپل برخلیک وټاکو.
- موږ کولی شو دا کار د مدني اعتراضونو له لارې چې واک کې یې لرو، ترسره کړو او نړۍ ته ښکاره کړو چې کومو لوبو کې ښکیل یاست، موږ پیژندلي یئ او د یو ملت په توګه مو نه بخښو او نه درسره دا ناولي ډیلیونه منو.
- موږ افغانستان کې نظام لرو، قانون لرو، راپورته کیږو، له سیاسي دبړه مارانو پرته په ولسي ډول سره ټولو معترضینو ته غږ کوو که طالب دی او بل هر جګړه مار چې راځئ کوم ځای کې کوم ډول اصلاح غواړئ، واک ساتل غواړئ او په کوم منطق یې غواړئ، سیاسي دبړه مارانو ته وایو چې ستاسې کوم ډول حقونه لاندې شوي دي او په کوم دلیل او ثبوت سره یې احیا غواړئ او څنګه؟
- په ټوله کې په هره خوا غږ کوو چې راځئ کوم ډول انتخابات کوو، څومره وخت یې کوو او څنګه له ولسه ځان راویستلی شو.
۳- او اخري خبره دا چې که چیرته ملت همداسې ویده اوسي او پورته نه شي، او فکر وکړي چې والله واسکټ داره او نیکټايي داره کارغان به سوله او موافقه راوړي، خو دا ډیره لرې خبره ده. راځئ چې د تبلیغیانو اجتماع ته ددې لپاره راټولیږئ او معنوي عبادات لپاره په کوڅو او جوماتو کې نه ځایږئ، نو څه درباندې شوي چې له دې مهم عملي عبادات ته پاینڅې نه رابډوهئ. خدای وايي ماته خپل بنده مهم دی او په بې ځایه مرګ یې ډیر خفه کیږم، نو د خدای بنده مري، هغه وخت کې وايئ چې دا زما له صلاحیت پورته خبره ده، خو یو څو مسلو او ګډ لمونځ لپاره کلیو او قریو کې نه ځایږئ؟؟ ولې له عقل کار نه اخلو؟ که نن همدا بړه ماران چې د جهاد او سولې او وطن ساتنې په نوم یې تباه او مفسد کړو، له دوی ځان خلاص کړو، نو سبا ولې له دې هم په لا ارامه، ازاده او څو چنده لوی ډول سره اجتماعات، شب جمعې … نه جوړوو، چې خدای راضي شي او له دې امله مو وبخښي چې هم بیګناه وژنه نشته او هم زما عبادات ورسره کیږي، هم مې د یوه بنده له لورې بل بنده، ازار او وږی ه دی !!!
که دمګړئ نور څه نه وي له خپلو ټولنیزو شبکو خو لږ د وطن لپاره چیغه کولی او د وطن ګټو لپاره د لیکو پر جوړولو خو د خلکو ذهنیتونو جوړولی شو، راځئ له همدې اوسه دا کار پيل کړو.