ښوونکي بايد دا تېروتنې ونه کړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
ليکنه: شپنه سلګۍ

ښونکی هغه څوک دی چې د پوهې په ګاڼه سمبال دی.
ښوونکی دی چې ټولنې ته سالم او پوه شخصيتونه وړاندې کوي.
ښوونکی دی چې په تياره ذهنونو د د نور پلوشې شيندي.
ښوونکی دی چې د بشريت ګمراهي له منځه وړي.
پوه او پر ځان‌باوري ښوونکی تل هڅه کوي چې په دنده کې خپله رښتنولي ثابته او خپلې نيمګړتياوې اصلاح کړي.
په دې ليکنه کې مو ځينو هغو تېروتنو ته ګوتنيونه کړې چې د ښوونکو تدريسي بهير ستونزمنوي.

۱- په ټولګي کې د خپلو زده‌کوونکو سره دوست مه جوړېږئ!

د ښوونکو چلند بايد له زده‌کوونکو سره دوستانه وي، خو له خپلو زده‌کوونکو سره دوست مه جوړېږئ، دوستي د دې لامل کېږي چې موږ له دوست څخه څه واخلو او څه ورکړو، چې دغه کار مو له نيوکو سره مخ کوي، دا همېشه په ياد ولرئ چې تاسو د ټولګي کوم هلک او نجلۍ نه ياست!

۲- هېڅکله خپل زده‌کوونکي مه توهينوئ

په ټولګي کې د زده‌کوونکو توهين سم کار نه دی، له يوې خوا يې روحيه کمزورې کېږي او له بلې خوا زده‌کووونکی ستاسې په شتون کې راحت نه احساسوي او همدارنګه هېڅ وخت پر تاسو باور نه کوي، داسې کړنې ستاسې په ټولګي کې د نفاق سبب کېږي.

۳- هېڅ وخت چغې مه وهئ!

که چېرې يو ځل چيغه ووځي دا معنا لري چې په مبارزه کې مو ماتې وخوړه، خو دا د دې معنا نه لري چې تاسو به هېڅ وخت خپل غږ نه پورته کوئ، خو هغه ښوونکې چې غالمغالي وي بد صنفونه لري.

۴- د نورو ښوونکو په اړه شکايت او ناوړه خبرې مه کوئ

ښايي تاسو يوه ورځ له خپلو زده‌کوونکو څخه د نورو ښوونکو په باره کې ناوړه خبرې واورئ، نو تاسو دا خبرې بايد له ادارې سره شريکې کړئ او هغه څه چې ستاسې زده‌کوونکې يې وايئ بايد مخصوص نه وي.

۵- هېڅکله خپل کنترول زده‌کوونکو ته مه ورکوئ!

هر تصميم چې په ټولګي کې نيول کېږي، بايد د تاسو له لوري په ښو دلايلو سره ونيول شي او د زده‌کوونکو هرې غوښتنې ته د «هو» په مانا سر مه خوځوئ. که د زده‌کوونکو ټولو غوښتنو ته پام وکړئ، نو لرې نه ده چې ستاسې شخصيت به زيانمن او وقار به مو له منځه لاړ شي.