روژه د رحمت، مفغرت او خدای پاک ته د ښو اعمالو د رسولو میاشت ده، چې مسلمانانو ته د کال په ټولو میاشتو کې د دې میاشتې ارزښت خورا ډېر اوچت ده.
د رحتونو د ورښت په دې میاشت کې پر هر مسلمان دا لازمه ده چې خدای پاک ته ډېر عبادت وکړي، او د خپلو تېرو ګناهانو بښنه ترې وغواړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا روایت ده، چې الله تعالی فرمايي: د ادم د زوی هر عمل د خپل ځان لپاره دی پرته له روژې څخه، روژه زما لپاره ده او زه به يي روژه نیونکي ته بدله ورکوم.
د روژه ماتي په وخت کې د دعا قبلېدو په اړه داسې ویل شوي:
ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .
ژباړه: د دريو کسان دعا نه رد کېږي :
۱ـ د روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې
۲ـ د عادل امام
۳ـ حق غوښتونکی مظلوم
هغه دعا ګانې چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم به له روژه ماتي څخه مخکې کولې دا دي:
۱ـ (الهم انی لک صمت وعلی رزقُک افطرت)
ژباړه: ای الله ! ما ستا لپاره روژه ونيوله، او ستا په رزق يې ماتوم.
۲-وعن ابن عمررضی الله تعالی عنه قال كان النبي صلی الله علیه وسلم اذا افطر قال ذهب الظماء ، وابتلت العروق ، وثبت الاجران شاء الله تعالى . رواه ابوداود ونسائي الظماء العطش قوله :وثبت الاجراى زال التعب ،وحصل الثواب . مشکوة۱۷۵
ژباړه :ابن عمررضی الله تعالی عنه څخه روایت ده، چې کله به پیغمبرصلی الله علیه وسلم روژه ماته کړه نو دا کلمات به يې ذکر کول :ذهب الظمأ وأبتلت العروق وثبت الاجر ان شاء الله تعالی.
ژباړه : تنده لاړه ، رګونه مولانده شوه ،اودالله تعالی اجرموترلاسه کړ ان شاء الله.
د روژه ماتي په وخت کې د روژه نیوونکي دعا قبلېږي، نو غوره به دا وي، چې په دې وخت کېد الله تعالی دربار ته خپل د دنيا او آخرت حاجتونه وړاندې شي.