په معمولي ډول انسانان په خپلو خبرو کې ډېر هوسا وي او د ارامتیا احساس کوي او د خپل ژوند هره پېښه په خوار اسانۍ او پرته له کوم ځنډ څخه نورو ته ويلی شي.
خو کله چې انسان دروغ وايي بیا په طبيعي حالت کې نه پاتې کېږي او څېره یې بدلون مومي.
دا د انسانانو داسې يوه ځانګړنه ده چې که وغواړي او يا ونه غواړي د دروغ ويلو پر مهال یې څېره بدلېږي او که څومره په دروغ ويلو کې مهارت او تجربه ولري او ځان کنټرول کړي، بیا هم څېره یې بدلون مومي او نه شي کولای چې خپله دغه ځانګړنه پټه کړي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دغې ځانګړنې په اړه لنډ معلومات درکړو، هیله ده لیکنه تر پایه ولولئ!
څېړنې ښيي چې د دروغ ويلو پر مهال د انسان د ټول بدن په ځانګړي ډول د پوزې او د سترګو د شاوخوا د تودوخې درجه لوړېږي له همدې امله د انسان څېره بدلون کوي.
خو د دې ترڅنګ چې د انسان د بدن حرارت لوړېږي د دروغ ويلو پر مهال انسان نه شي کولای چې په واقعي بڼه وخاندي.
که يو انسان د دروغ ويلو پر مهال څومره هڅه وکړي چې په رښتيا او د زړه له کومې نه وخاندې هغه نه شي کولای چې په واقعي بڼه وخاندي نو دروغجن کس اړ دی چې په غیر واقعي بڼه وخاندي له همدې امله یې څېره بدلون مومي او پر شونډو یې غیر واقعي خندا له ورايه ښکاري. ترڅنګ یې هغه کسان چې دروغ وايي په طبعي ډول د ارامتیا احساس نه کوي او له دروغجنو کسانو سره د خبرو اوږدول د هغوی د غوسې لامل کېږي.
نو له همدې امله دروغجن کس غواړي چې خپله غوسه پټه کړي او ځان خوشاله او ارامه ښکاره کړي د داسې خلکو دغه راز هڅې د دې لامل کېږي چې څېره يې بدله شي.
سرچينې:
rooziato ويبپاڼه
Blogfa ويبپاڼه او
imna ويبپاڼه.