لیکنه: عبدالوهاب مومند
په ټولنیزو شبکو کې زما لیکنې خپرېدې، لیکنې به داسې وې چې ځینې ډېرې اوږدې او ځینې به لږې لنډې وې، تر ډېره وخته لیکنې همداسې خپرېدې چې ډېرې اوږدې او لږې لنډې به وې، چې بیا وروسته زما د لیکنو لوستونکي (علاقه مندانو) پیغام دا و چې (ستا لیکنې مې ډېرې خوښېږي، هر کله ستاسو لیکنې څارمه. خو که لږې لنډې خپرې کړئ یا که لیکنو کې مو لږ لنډوالی راشي، نو موږ ته په لوستلو کې لږ آسانتیاوې راځي.) یا هغه کسان چې زما لیکنې کمې لولي، پیغام یې دا و چې (د اوږدو لیکنو مود «وخت» اوس تللی) د دې پیغامونو په ځواب کې داسې ویللی شو چې کله وخت داسې سوژې یا موضوعګانې رامخته کېږي چې ډېری کم تحلیل ته اړتیا لري، چې په داسې توګه لنډې لیکنې راځي خو ډېری نور زیات تحلیل یا شننې ته اړتیا لري چې خامخا اوږدوالی د مفهوم رسېدو په پار ځان ته اخلي.
اوس موږ دوه ډوله لوستونکي لرو، یوه ډله د ډېرو مطالعې خاوندان دي او بله ډله یې د کم مطالعې خاوندان برېښي. چې دواړه ډله د لنډې لیکنې علاقه مندان دي خو د ډېرې مطالعې خاوندان ټایم یا وخت په نظر کې نیسي، کېدای شي ځینې داسې کسان هم وي چې د ټولنیزو شبکو لیکنې په فري ټایم (آزاد وخت) کې لولي یا د مهمې موضوع لپاره یې مطالعه کوي.
خو د ټیټې کچې مطالعې خاوندان اوږدو لیکنو ته هم اوږدې وایي او لنډو لیکنو ته هم اوږدې لیکنې وايي، ولې؟ ځکه چې دلته د مطالعې نشتوالی برېښي او له مطالعې سره عادت نه لري، که لنډه لیکنه وي او که اوږده وي، چې ویې لولي، ځینې تر پایه خو ځينې بیا په منځ کې پرېږدي، ځکه چې د لوستلو حوصیله یې نه لري او نور یې له لاسه نه کېږي. چې دا بیا د مطالعې د عادت کولو کوښښ ته اړتیا لري. د لیکنو اوږد والی او لنډ والی د خپل د کچې تر تحلیله پورې اړوندېږي، کېدای شي ځینې لیکنې موضوع یې اوږده وي او ډېر تحلیل ته اړتیا ولري نو خامخا داسې لیکنه اوږده راځي خو ځینې بیا لنډې وي.
د سوژې لیکلو لپاره هر لیکنه که اوږده وي او که لنډه؛ د خپل تر کچې پورې باید لنډ والی په کې راشي او هر لیکوال د خپل د لوستونکو حوصیله مندۍ باید په پام کې ونیسي او کوښښ وکړي چې لنډه لیکنه ولیکي، وخت په نظر کې ونېسي، ځکه د اوږدو لیکنو مود اوس تللی دی او لوستونکي يې ډېر کم برېښي.