لیکنه: ملیحه ناصري
ورځ تر بلې له زدهکړو سره د زدهکوونکو او محصلینو مینه کمېږي. ښايي بې شمېره علتونه ولري، خو څومره چې ما خپل زدهکوونکي ارزولي، په ټولیزه توګه دغه لاملونه د دوی ترمنځ مشترک وو:
ټولنیزه نابرابري
طبقاتي توپیرونه چې زدهکوونکي ویني، خپل راتلونکی هماغسې انځوروي چې اوس د نورو کسانو دی. دلته خورا ډېر لیسانسه او ماسټران دندې نه لري، په ازادو سیالیو کې بستونو ته ازموینه ورکوي؛ خو کله چې خبره ګومارنې ته نږدې شي، واسطه خپل کار کوي. لیسانس او ماسټر مو د کراچیو پر سر شیان خرڅوی، یا یې د سړک پر غاړه د جوس او نورو څښاکو/ خوړو کراچۍ درولي وي.
ناهیلي او زړه خوړل
ډېری کسان که وړ او مستعد شخصیتونه هم وي؛ خو هېڅکله خپل راتلونکي ته زړه نه ښه کوي. هلکان د واسطو له وېرې درس نه لولي او نجونې بیا له ډاره چې راتلونکی ژوند یې ګونګ/مبهم وي. د پلار کورنۍ یې درس پرې ولولي، با عزته یې تر یو ځایه وروسوي؛ خو د خسر کور یې حتا معلمۍ ته نه پرېږدي.
ډېری خلک خو لوستو نجونو سره لا واده نه کوي، دوی ته باسواده نجونې بېلارې برېښي. په ځلونو مې په ځينو مجلسونو کې اورېدلي چې ښځې یو بل ته وايي، هېڅکله لوستې نجلۍ مه غواړئ کور مو ورانوي. یوه ښځه چې د خدای له لارې خبره وي، ښه ځان ساتلی شي!؟ که هغه چې پر دې لا نه وي خبره چې د خدای ج جنسیت په اړه څوک خبرې نه کوي.
نا امني او چاودنې
ډېری کسان مو ولیدل چې د کانکور د درسونو په ټولګیو یا په پوهنتون کې شهیدان شول. دا یې ستر علت دی چې د زدهکوونکو مینه یې له ژوند او زدهکړو سره کمه کړې. پر قضا او قدر باور کول پکار دي؛ خو ماشومان او کم استعداده کسان تر څو قضا او قدر درک کوي، وخت ورنه تېر وي. ځوانان مو لیسانس شي؛ ووژل شي، ماسټر شي؛ ووژل شي، نالوستی وي، په پټیو کې یې بمبار کړي؛ نو خامخا اروايي ستونزې خلکو ته پیدا کوي.
ټولنیزو رسنیو ته ډېره مخه کول
(وټسپ، وایبر، فېسبوک، ټویټر، ټیک ټاک….) ته د زدهکوونکو او محصلینو ډېره پاملرنه هغوی له درسونو لرې کړي. د درس لوستلو وخت هم پر ټيک ټاک جوړلو، سریال کتلو، سندرو اورېدلو او… لګوي.
غریبي، فقر او بېکاري
دغې ستونزې ګڼ شمېر محصلین اړ کړي، چې د زدهکړو پر ځای مزدوري وکړي. دا بېوزلۍ اړ کړي چې د سیمینار چمتو کولو پر ځای خپله مزدوري وکړي چې څو افغانۍ کورنۍ ته یوسي. د ژوند د خوند او ښایست د کتلو پر ځای، له ستړیا او تریخوالي څکه کوي.
ناسم باورنه او تېروتنې
دا یې هم یو لامل دی. واسطې شته؛ خو لیاقت هم خپل کار کوي. په هغو سیالیو کې چې لس په واسطه راځي، یو خو خامخا په خپله وړتیا ورتلای شي. هڅه دې وکړي چې همدغه یو کس دوی شي. ځينې استدلال کوي چې خدای ج روزي ورکوونکی دی، دا منډې ترړې هېڅ مانا نه لري. بېشکه خدای روزي ورکوي؛ خو انسان باید خپل تدبیر وکاروي.
د درسي موادو ټیټ کیفیت
دا هم هغه لامل دی چې ډېری محصلین او زدهکوونکي ترې سر ټکوي. د یوولسم او دولسم ټولګیو کتابونو کې ځینې داسې درسونه ځای شوي چې لوستل یې نه خوند او نه ګټه لري. د پوهنتونونو ځینې چپټرونه هم همداسې درواخلئ، یا کیفیت نه لري او یاهم لږ کیفیت لري.